د فلسطینیانو او اسرايلو ترمنځ نښتې بېګا زیاتې شوې دي.
اسرایيلو په غزه کې د حماس ځايونه په نښه کړل او دغه وسله والې ډلې پر اسرایيلو راکټونه وويشتل.
په غزه کې روغتيايي چارواکو د مې پر ۱۲مه وويل چې دوه ورځې مخکې د شخړې تر زیاتېدو وروسته د ۱۰ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۳۰ فلسطينيان وژل شوي او ۲۰۰ ټپیان شوي دي.
بلخوا د اسرایيلو پوځ ويلي چې په غزه کې يې د ۱۴۰ هدفونو په نښه کولو سره یې ۲۰ وسله وال وژلي.
په همدې حال کې د غزې وسله والو ډلو حماس او اسلامي جهاد پر اسرايیلو د سلګونو راکټونو په توغولو سره اووه اسرايليان وژلي او ګڼ نور یې ټپیان کړي دي.
وسله والې ډلې، حماس ويلي چې دوی د اسرایيلو له جارحيته د الاقصی جومات ساتنه کوي چې پکې له تېرو څو ورځو راهیسې د اسرایيلي پوليسو او فلسطينيانو ترمنځ په نښتو کې په سلګونو کسان ټپیان شوي.