د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت د کم-عمرۍ ودونو مخنیوي قانون راوړي: سمېرا شمس


په ایران کې یوه وړوکې مور له خپل ماشوم سره
په ایران کې یوه وړوکې مور له خپل ماشوم سره

په خیبر پښتونخوا اسمبلۍ کې د ښځینه غړو د ډلې مشره سمېرا شمس وايي، په کم عمرۍ کې د ودونو مخنیوي لپاره د قانون جوړولو په لړ کې به ټول سیاسي ګوندونه په اعتماد کې اخلي او هڅه به کوي چې د سږني کال تر پایه دا قانون له اسمبلۍ منظور کړي.

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د ویمین پارلیمنټرین کاکس په نوم د اسمبلۍ د ښځینه غړو د ډلې مشرې ډاکټري سمېرا شمس د مې پر نهمه نېټه له مشال رېډیو سره په خبرو کې وویل چې په کم عمرۍ کې د ودونو مخنیوي لپاره په قانوني مسودې جوړولو یې هڅې تندې کړي دي.

نوموړې زیاتوي دوی په دغه لړ کې د اسلامي هېوادونو ډېټا هم راټوله کړي ده او تر پینځلسو پوري اسلامي هېوادونو کې دغه ډول قانون سازي له وړاندې شوې ده.

سمېرا شمس وايي په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي لپاره د قانون په لړ کې به دوی د ولسي اګاهي بهیر پیلوي.

دا زیاتوي په کم عمرۍ کې د ودونو مخنوي قانون له وړاندې په سعودي عرب، ترکیه، بنګله دېش، انډونیشیا او یوشمېر نورو اسلامي هېوادونو منظور کړی او هلته کې د اتلس کلونو نه هم زیات عمرونه د واده لپاره ټاکل شوي خو دلته موږ په دې لانجه کې اوس هم اخته یو او د اتلس کلونو خبره هم څوک نه مني.

د سمېرا شمس وینا وه چې په کم عمرۍ کې د ودونو د مخنیوي لپاره د قانون په لړ کې به دوی د ولسي اګاهي بهیر پیلوي.

په خېبر پښتونخوا کې د ښځو په حقونو کارکوونکې د بلیو وینز په نوم د یو غېر دولتي تنظیم مشر قمر نسیم وايي په کم عمر کې یا په زوره د ودونو مخنیوي دا قانون جوړول ډېر ضروري دی او دا ځکه چې په کم عمر کې د ودونو له وجې ګڼې نجونه د اتم یا لسم جماعت وروستو خپل تعلیم جاري نه شي ساتلی.

قمر نسیم زیاتوي، د ښځو په حقونو کارکوونکې تنظیمونه هیله مند دي چې دا ځل به دا قانون له صوبايي اسمبلۍ منظور شي.

په ماشومتوب کې د ودونو د مخنیوي قانوني مسوده د تېرو حکومتونو په دور کې هم صوبايي اسمبلۍ ته وړاندې شوې وه او دا ځل د تحریک انصاف د حکومت په دور کې هم دا بل په اسمبلۍ کې وړاندې شوی وو خو په حزب اختلاف کې موجود د ځینو مذهبي ګوندونو د تحفظاتو په وجه دا بل له صوبايي اسمبلۍ نه تر دې دمه نه دی پاس شوی خو بیا د تحریک انصاف حکومت په دې بل له ټولو سیاسي ګوندونو سره د مشاورت لپاره یوه پارلیماني کمېټۍ جوړه کړي ده.

XS
SM
MD
LG