د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان قومي اسمبلۍ پر کم-عمره ودونو د بندیز بل ومانه


د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني
د پاکستان قامي اسمبلۍ وداني

د پاکستان قومي اسمبلۍ هم پر کم عمري ودونو د بندیز بل منظور کړی دی.

په بل کې ویل شوي چې که چا تر ۱۸کالو په کم عمر کې د نجونو ودونه وکړل نو سزا به ورکول کېږي.

د مذهبي ګوندونو اتحاد متحده مجلس عمل غړو په ګډون ځینو حکومتي استازو هم د دې بل د منظورۍ مخالفت کړی دی.

دا بل د اپرېل پر۳۰مه د پاکستان تحریک انصاف اقلیتي غړي ډاکټر رمېش کمار قومي اسمبلۍ ته وړاندې کړ کوم چې د ۵۰ په مقابله کې په ۷۲ رایو منظور کړل شو.

دا بل تر دې وړاندې له سېنټ څخه هم منظور کړل شوی وو.

اوس د لا نور ښه کولو لپاره په قومي اسمبلۍ کې د بشري حقونو قایمه کمېټۍ ته لېږل شوی او له هغه وروسته به یې ولسمشر لاسلیک کړي چې د قانون برخه شي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG