د لاسرسي ځای

تازه خبر

'په کم-عمرۍ کې ودونه د نجونو ژوند اغزمېنوي'


په پاکستان کې د ماشومانو او د ښځو د حقونو مبارزه کونکو د سېنټ او د قامي اسمبلۍ نه د جینکو د کم عمرې د ودونو مخنیوي لپاره عمر د اتلس کاله کولو غوښتنې سره سره د کم عمرې د ودونو د نقصاتو په اړه نه یواځې په ټولنیزو رسنیو بلکې د عام ولس د اګاهې مهمونه هم شروع کړی دی.

دا بل وس سېنټ ته لیګل شوې چې راتلونکی ورځو کې به پرې بحث پیلیږي.

د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکو په وینا چې یوه ماشومه په کم سنۍ کې د ودولو له وجې نه یواځې هغه د سکول د تلو نه پاتي شي بلکې په صحت یې هم سخت اغیز پریوځي.

د نجلۍ ودولو عمر څومره پکار دی؟

له تېرو څو ورځو راهیسي د ټولنیزو رسنیو په فېس بک او په ټویټر د جینۍ عمر د سېوا کولو هېش ټیګ رېزدې اېج روان دی.

دې لړ کې مشال راډیو سره په خبرو کې د ماشومانو د حقونو مبارزه او د مینې لاس غېر سرکاري ادارې مشره مینه ګبینه وایي چې د کم عمرې ودونه د ملک یو عام مسله ده چې له وجې یې جینکۍ متاثره شي.

د دې په وینا چې د ماشومانو د حقونو او تحفظ په اړه پاکستان د ملګرو ملتونو په معاهدو لاس لیک کړې خو د هغې باوجود وس هم د جینۍ عمر د واده لپاره نه دې سېوا کړې شوې.

''موږ غواړو چې څومره اګاهي خپرولې شو چې هاغه موږ وکړو. موږ دې لړ کې سېنټرانو سره او چې کوم خلک اثر رسوخ لري نو هغې سره موږ دې لړ کې خبرې کولې شو. بله خبره دا چې موږ دې لړ کې یو کېمپېن شروع کړې دی چې خلکو ته مالومه شي او دا یواځې د غریبو خلکو مسله نه ده بلکې مالداره کورنیو کې هم د کم عمرې د ودونو مسله شته.''

د ښځو د حقونو مبارزه او ډاکومېنټري جوړونکی ثمر من الله وایي ،، د کم عمرې د ودونو مسله د بشري حقونو مسله ده او دا ډېره ضروري ده چې دې لپاره یو عمر وټاکل شي چې د دې نه د کم عمر ودونه به غېرقانوني وي او موږ ټول دا غواړو چې د اتلس کاله نه کم عمر ماشومانو جینکو او هلکانو ودونه نه کیږي.''

د نن ماشومانې، د سبا رهبرانې

تېره میاشت د سېنټ د داخله امورو کمېټۍ د جینۍ عمر اتلس کاله منظوري ورکړې وه د څه پس دا سېنټ ته د منظورې لپاره لیګل شوې و.

دا بل وړاندې کونکې د پیپلز پارټۍ سېنټر سحر کامران وایي چې په دې بل د اتفاق رایې لپاره یې سېنټرانو سره رابطې شروع کړې دي.

د دې په وينا چې په دې لړ کې د مدني ټولنو فعالانو ډېر ښه رول ولبولو.

''د پیپلز پارټۍ سینټران به نه یواځې ووټ ورکوي بلکې هغوي به ماسره دې کې مرسته هم کوي چې دې بل لپاره ووټونه راټول کړي او د سېنټ نه پس چې کله دا بل قامي اسمبلۍ ته ځي نو په قامي اسمبلۍ کې زموږ ښځینه غړې نفیسه شاه، شازیه مري، صوبیه، فریال تالپور او ډاکټر عذرا پلیجو به دا بل مخ په وړاندې وړي او ماته باور دې چې دوي به په دې بل اتفاق رایې حاصله کړي او دا شان د نورو ګوندونو ښځينه غړي به هم موږ ځان سره کوو نو زه ګڼم چې هغوي به دا یقیني کوي چې دا بل قامي اسمبلۍ نه هم منظور شي.''

د ماشومانو حقونو مبارزه کونکو په وینا چې د اسلامي ملکونو سازمان او ایي سي له وړاندې نه د واده لپاره عمر د اتلسو کالو کولو یو قرارداد منظور کړې خو که وس هم دا بل منظور نه شو نو دا به یو ځانګړې کېس وي چې پاکستان ټولې اسلامي نړې سره اتفاق نه لري.

XS
SM
MD
LG