د فلسطینیانو او اسراییلي پولیس ترمنځ د مې پر اتمه تازه نښتې شوي دي چې د فلسطینیو ډاکترانو په وینا، پکې ۶۴ کسان زخمیان شوي دي.
دا ترینګلتیا د مسلمانانو د درېیم تر ټولو سپیڅلي ځای او پر هغه ځمکه د فلسطینیانو د کورونو خالي کولو پر سر پیدا شوې چې یهودان یې د ملکیت دعوه کوي.
پولیسو د زرګونه فلسطینیانو پر ضد د ربړ مرمۍ، اوښکې بهوونکی ګیس او ګنګسوونکي لاسي بمونه کارولي دي.
د مې په ۷مه هم په شوو نښتو کې لږ تر لږه ۲۰۵ فلسطینیان او ۱۸ اسراییلي سرتېري زخمیان شول.
دا نښنې پس له هغې پیل شوې چې شاوخوا ۹۰۰۰۰ فلسطینیان د قدر شپې لمونځ لپاره الاقصا جومات ته ورغونډ شوي وو.
بلخوا ټاکل شوې چې د می پر نهمه ماښام یهودان د بیت المقدس د ختیځې برخې له ځان سره د تړلو کلیزې په مناسبت جشن پیلوي.