د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سیند کې له یوه ښاره بل ته پر مسافر وړونکي ټرانسپورټ بندیز ولګېد


دا اعلان د سيند وزير اعلا مراد علي شاه د اپريل پر ۳۰مه صوبايي اسمبلۍ ته په وینا کې کړی دی.
دا اعلان د سيند وزير اعلا مراد علي شاه د اپريل پر ۳۰مه صوبايي اسمبلۍ ته په وینا کې کړی دی.

د پاکستان د سیند صوبايي حکومت د کورونا وایرس ناروغۍ مخنیوي لپاره د اپرېل له ۲۹مې له یوه ښاره بل ته پرهر ډول مسافر وړونکي ټرانسپورټ بندیز لګولی دی.

دا اعلان د سيند وزير اعلا مراد علي شاه د اپريل پر ۳۰مه صوبايي اسمبلۍ ته په وینا کې کړی دی.

نوموړي وویل چې له سيند څخه د خيبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ښارونو ته تلوونکی مسافروړونکی ټرانسپورټ یې هم تړلی دی.

خو د ده په وینا، مالوړونکي ګاډي به په بشپړ ډول خلاص وي او پر هغوی به هیڅ بندیز نه وي.

مراد علي شاه وویل چې د دې پرېکړې تر کولو وړاندې یې په دې اړه د نورو صوبو حکومتونه هم خبر کړي دي.

ده زیاته کړه چې ولس باید پر حکومتي لارښوونو عمل وکړي او د اختر لپاره دې له یوه ښاره بل ته له تلو ډډه وکړي.

په سیند او ځانګړې توګه کراچۍ کې د نورو صوبو په لوی شمېر خلک مېشت دي چې ګڼ پکې د اخترونو لپاره خپلو پلرنیو سیمو ته ستنېږي.

د سیند حکومت دا مسافر خپلو کورونو ته په ستنولو کې له ستونزو سره مخامخ شوي دي.

له کراچۍ د خيبر پښتونخو او بلوچستان جلا جلا ښارونو ته تلونکیو خلکو د اپرېل پر ۳۰ مه مشال راډيو ته وویل چې د اختر لپاره يې څو ورځې مخکې ټکټونه ترلاسه کړي وه.

بل خوا د بسونو اډو او ګاډو چلوونکي وايي چې له اوسه تر اختره په زرګونه خلکو له وړاندې ټکټونه کړي‌دي او اوس چې لارې تړل شوې دي نو له دوی سره هیڅ بله لاره نشته.

د خیبر پښتونخوا او پنجاب حکومتونو هم تر دې وړاندې لا په ځینو ښارونو کې ورته بندیزونه لګوي دي.

په عین وخت کې د پاکستان مرکزي‌ حکومت د مې میاشتې له اتمې نېټې تر ۱۶مې د سیل ټول ځایونه، او له یوې ضلعې بلې ته پر مسافر وړونکي ټرانسپورټ بندیز لګولی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ د یو شمېر هیوادونو په څېر په پاکستان کې هم د کورونا وایرس ناروغۍ دریمه څپه راغلې ده.

د پاکستان د صحت وزارت په وینا، دې ناروغۍ د اپرېل پر ۳۰مه هم په ټول ملک کې لږ تر لږه ۱۴۶ کسان وژلي‌ او ۴،۶۹۶ نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG