د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کابل پر يو ښوونځي برید کې له ۵۰ ډير کسان وژل شوي


د دشت برچي حملې يوه زخمې ماشومه
د دشت برچي حملې يوه زخمې ماشومه

د افغانستان کورنیوو چارو وزارت وايي د کابل په دشت برچي کې د مې پر اتمه شوې چاودنه کې د وژل شوو شمېر له ۵۰ اوښتی.

دا برید د سيد الشهدا په نوم د انجونو له ښوونځي څخه د ماشومانو د رخصتيدو په وخت شوی دی.

د ښوونځيوو پر ماشومانو برید نه بخښل کېدونکی عمل دی
ارين

د افغانستان کورنيوو چارو وزارت ویاند طارق ارین د مې په نهمه خبریالانو ته په لېږلي غږيز پېغام کې ويلي چې څه د پاسه پنځوس کسان وژل شوي او له سلو ډېر ټپيان دي. د هغه په وينا "دا د طالبانو لوی جنایت او نه بخښل کېدونکی عمل دی." د هغه په وينا دا موټر بم حمله وه او د ښوونځي سره چاوديدونکي مواد هم ايښوول شوي وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم د برید زمه وار طالبان بللي او ويلي‌یې دي چې دا "وحشي" ډله د افغان ځواکونو سره د مقابلې توان نه لري نو ځکه پر ملکي وګړو حملې کوي.

نوموړي زیاته کړې چې طالبان د سولې سره هيڅ دلچسپي نه لري نو ځکه یې پوځيانو ته حکم کړی چې پر وړاندې لا جدي اقدامات وکړي.

خو طالبانو په دې پېښه کې لاس لرل رد کړي دي. داعش وسله والې ډلې د دې حملې زمه واري منلې ده.

دا برید په نړيواله کچه په پراخ ډو غندل شوی دی. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې یا یوناما بې رحمانه عمل بللی دی. د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر خپل ټوېټر لیکلي چې په دې برید کې د بې ګناه ماشومانو د وژنې غندنه کوي. يورپي يونين په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې حملې کوونکې بايد قانوني سزا وويني او هر هغه څوک چې د داسې عمل ملاتړ کوي، بايد وشرمېږي.

په کابل کې د بریتانیا سفارت په یوه ټویټ کې دا حمله غندلې او لیکلي یې دي: مخکې تر دې چې نور بې ګناه ماشومان ووژل شي، ژر تر ژره دې دا تاوتریخوالی پای ته ورسول شي. د سولې لپاره د نوبيل جایزې ګټونکې، ملالې يوسفزۍ پر ټويټر ليکلي چې د ترهګرو د وحشتناکه برید غندنه کوي او زړه یې د قربانيانو کورنيوو سره دی.

د کيتلېک عيسويانو مشر پوپ فرانسېس د مې پر نهمه په سېنټ پيټرز څلور لاره کې خپلو پلويانو ته وينا کې په کابل کې د نجونو سکول ته څېرمه په چاودنو کې وژلېو کسانو لپاره دعا وکړه.

پوپ فرانسېس په افغانستان کې د سولې دوعا وکړه
پوپ فرانسېس په افغانستان کې د سولې دوعا وکړه

ده وويل: "راځئ چې د کابل د پروني ترهګر بريد د قربانیانو لپاره دعا وکړو. دا يو غير انساني عمل وو چې هغه نجونه يې په نښه کړل چې له سکوله کور ته پر لاره وې."

پوپ وويل "راځئ چې هغوی ټولو او کورنيو ته يې دعا وکړو."

فرانسېس زياته کړه چې "خدای دې په افغانستان کې سوله راولي."

تېره هفته په لوګر ولايت کې هم پر زده کوونکو یو موټر بم برید شوی وو. هغه زده کوونکي له ليري پرتو کليو څخه د کانکور امتحان ورکولو لپاره د ولايت مرکز پل علم ته ورغلي‌وو. د دغه برید زمه واري چا نه وه منلې.

طالبان دې نا اعلان کړي پسرلني عمليات ودروي
د ځينو غربي هېوادونو استازي

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، ناروې، امریکا او دغه راز د ناټو ځانګړو استازو برلین کې تر غونډې وروسته د مې پر اوومه په يوه اعلامیه کې پر طالبانو غږ کړی وو چې "نا اعلان شوي" پسرلني عملیات ودروي او ژر تر ژره روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو او نورو عامه ځایونو ته نژدې بریدونه پای ته ورسوي.

د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال عباس ستانکزي په دې غونډه کې د ويډيو له لارې وويل چې دوی سولې ته ژمن دي، خو باید د دوحې تړون عملي، د دوی زندانیان خوشې او د مشرانو نومونه یې له تور ليسته ووځي.

د کابل په چاودنو کې د زده کوونکو په ګډون لسګونه کسان وژل شوي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:28 0:00

XS
SM
MD
LG