د لاسرسي ځای

تازه خبر

که طالبان سوله نه کوي، موږ جمهوریت سره درېږو: خلیلزاد


خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره او د زور له لارې د واک نیولو د هڅو پرضد په نړۍ کې بېسارې همغږي رامنځ ته شوې.
خلیلزاد وايي، په افغانستان کې د سولې ټینګښت لپاره او د زور له لارې د واک نیولو د هڅو پرضد په نړۍ کې بېسارې همغږي رامنځ ته شوې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که طالبان د سولې لاره غوره نه کړي نو امریکا به د جمهوریت په څنګ کې ودرېږي.

زلمي خلیلزاد دا خبره سیمې ته د خپل سفر په پای کې په برلین کې د څو لویدیځو هېوادونو له استازو سره د مې پر اوومه په غونډه کې له ګډونه وروسته پر ټویټر لیکلې ده.


نوموړي لیکلي چې که طالبان د سولې او روغې لاره خپله نه کړي نو امریکا به د هغو افغانانو ترڅنګ ودرېږي چې غواړي جمهوریت پرځای پاتې وي.

خلیلزاد زیاتوي چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره او د زور له لارې د واک نیولو د هڅو پرضد په نړۍ کې بېسارې همغږي رامنځ ته شوې ده.

خلیلزاد د ټولو اړخونو پر سیاستوالو غږ کړی چې له دې فرصته ګټه پورته کړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG