د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني خارجه وزیر د افغان سولې بهیر د ملاتړ لپاره دوامداره همغږي مهمه بللې


د افغان سولې بهیر په اړه برلن کې غونډه.
د افغان سولې بهیر په اړه برلن کې غونډه.

جرمني د مې پر شپږمه د افغانستان د سولې په اړه د څو هېوادونو د استازیو کوربه و.

دې غونډې ته چې په برلن کې وشوه، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد، د افغانستان لپاره د ناټو، ملګرو ملتونو، بریتانيې، جرمني، فرانسې، ناروې او ایټاليې خاص استازي او سفیران ورغلي ول.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت سکرتر میګوېل بِرګِر پر خپل ټوېټر لیکلي"په دې حساسه مرحله کې د افغانستان د سولې د پروسې په ملاتړ د همفکرانو ترمینځ د بحثونو او نېږدې همغږیو دوام ډېر مهم دی."

له دې وړاندې هم د افغان سولې په اړه بېلا بېلې غونډې شوې چې د زياترو تمرکز پر بين الافغاني خبرو اوربند او تلپاتې سولې وي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG