د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان دې "نا اعلان شوي" پسرلني عملیات ودروي: لویدیځ ډيپلوماټان


د افغان سولې بهیر په اړه برلن کې غونډه.
د افغان سولې بهیر په اړه برلن کې غونډه.

د یوشمېر لویدیځو هېوادونو ډيپلوماټانو یو ځل بیا په یوه خوله افغانستان کې د تاوتریخوالي د درولو غوښتنه کړې او د جګړې د دوام ډېره پړه یې پر طالبانو اچولې ده.

د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، بریتانیا، ناروې، امریکا او دغه راز د ناټو ځانګړو استازو برلین کې تر غونډې وروسته د مې پر اوومه په دې اړه یوه ګډه اعلامیه خپره کړه.

د دې ۲۰ ماده ییزې اعلامیې په سر کې راغلي چې دا هېوادونه د امنیت شورا له پریکړه لیک سره سم افغانستان کې د هغه حکومت مخالفت کوي چې د زور له لارې واک ته ورسېږي.

په اعلامیه کې راغلي چې د زور له لارې واک ته رسیدونکی حکومت د سیمې بې ثباتۍ ته هم یو ګواښ ګڼل کېږي.

د طالبانو د قطر دفتر یو پلاوی هم د ویډیو کانفرانس له لارې غونډې ته یو ځای شوی و.

غونډې ته د طالبانو د مرکچي پلاوي مرستیال عباس ستانکزي وویل، دوی سولې ته ژمن دي، خو باید د دوحې تړون عملي، د دوی زندانیان خوشې او د مشرانو نومونه یې له تور لېسته ووځي.

نوموړي وویل: "د سولې اړوند پالیسۍ په ارتباط باید ووایم چې د افغانستان اسلامي امارت له کومه وخته چې تاسیس شوی، تر اوسه پورې یې همیشه په داخل د افغانستان کې د سولې لپاره ډېره هلې ځلې کړي او ګامونه یې اخیستي دي، زه په حقیقت کې ویلی شم چې د اسلامي امارت ابتدا هم د سولې په خاطر باندې وه."

لویدیځو ډيپلوماتانو ویلي، اړتیا ده چې د افغانستان د سولې تګلاره ګړندۍ شي او په خبره یې دې چاره کې له حکومت او طالبانو سره په ګډه کار کوي چې یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسیږي.

اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې "نا اعلان شوي" پسرلني عملیات ودروي او ژر تر ژره روغتونونو، ښوونځیو، جوماتونو او نورو عامه ځایونو ته نژدې بریدونه پای ته ورسوي.

هدفي وژنې د اندېښنې وړ بله موضوع ده چې دغو ډيپلوماتانو بحث پرې کړی او ویلي یې دي، د مدني فعالانو، د رسنیو د کار کوونکو، د بشري حقونو د ملاتړو، روغتیا پالانو، عدلي کار کوونکو او نورو ملکیانو د وژنې کمپاین باید پای ومومي.

افغانستان کې تاوتریخوالی داسې مهال زیات شوی چې له دغه هېواده د امریکا او ناټو ځواکونو وتل پیل شوي دي.

لویدیځو ډيپلوماتانو په دې اعلامیه کې ویلي، دې موده کې د نړیوالو ځواکونو خوندیتوب هم ورته مهم دی او ټینګار یې کړ، که د دوی پر ځواکونو افغانستان کې د طالبانو له خوا برید کېږي، پیاوړی ځواب به ورکړي.

په همدې حال کې طالبانو سره د افغان حکومت مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وایي، جګړه د هېچا په ګټه نه ده او په خبره یې طالبان باید د سولې په اړه مسولانه فکر وکړي.

ستانکزي پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي، بریا د ولس په هوساینه کې ده او په خبره یې سوله د وطن د ژغورلو یواځېنۍ لاره ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG