د لاسرسي ځای

تازه خبر

مومندو کې د ټینکۍ پرېوتو پېښه کې اووه ماشومان وژل شوي


په مومند ضلع کې د اوبو یو سیمټي ټېنکۍ ماتېدو اووه ماشومان وژلي او یو یې ټپي کړی دی.


د پولیسو مرستندویه څانګې ۱۱۲۲ مشال راډیو ته ویلي چې دا پېښه نن غرمه د مومند قبایلي ضلعې د امبار تحصیل په ګمبتي نومي سیمه کې شوې ده.

د یادې ادارې د چارواکو په وینا د کلي ماشومانو د اوبو د ټینکۍ په خوا کې لوبې کولې چې هغه ماته شوه او لاندې پر ماشومانو راپرېوته.

په وژل شوو کې څلور نجونه او درې هلکان دي چې عمرونه یې شاوخوا اته کاله وو. په وژلو شوو نجونو کې یې درې خویندې، د سیمې د یو اوسیدونکي حکیم خان لوڼې دي. په هلکانو کې هم دوه وروڼه دي چې د قومندان په نوم د یو کس بچي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG