د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې د اسمبلیانو ماتولو خبرې


د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.
د پاکستان وزیر اعظم عمران خان.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزیر اسد عمر تېره اوونۍ په یوه ټیلېویژني مرکه کې ویلي ول چې که وزیراعظم عمران خان وغواړي نو اسمبلیانې ماتولای شي.

دا د پاکستان په ځینو رسنیو کې د بیړني خبر/برېکننګ نیوز په توګه نشر شو. په ټولنیزو رسنیو هم د واکمن ګوند لخوا داسې خبرې روانې دې چې ګنې په وزیراعظم عمران خان د کار فشار دی او یا هغه کار کولو ته نه پرېښودل کېږي.

په پېښور کې د سیاسي چارو پوه شمیم شاهد د مې پر شپږمه مشال راډیو ته وویل:"په دې کې څه شک نه شته چې د عمران خان واک ته تر رسېدو کې د پوځ ډېر لوی کردار دی، اسد عمر هم د اسمبلیانو د ماتولو خبره کړې او د مې پر پنځمه شیرین مزاري هم ویلي چې پر عمران خان ډېر فشار دی او ځینې نور حکومتي غړي هم دا خبره کوي چې ګنې عمران خان په ازاده توګه کار نه شي کولای او د ځینو قوتونو لخوا ورته خنډان جوړول کېږي. "

شمیم شاهدا وایي، څېړونکي داسې نظر لري چې د پوځ او حکومت ترمینځ اختلافات شته او پر عمران خان هم د ځینو کارونو کولو او یا د ځینو کارونو د نه کولو فشار دی.

د اپرېل میاشتې پر ۳۰مه اسد عمر پر خپله ټویټر پاڼه د هغه ټیلېویژني پروګرام یوه وړوکې برخه (کلپ) خپره کړې ده چې پکې نوموړی وایي،"که عمران خان کار ته پرېنښودل شو نو هغه اسبملیانې ماتولای هم شي."

نوموړي تر دې وړاندې لیکلي چې عمران خان یو سیاستوال نه بلکې یو لیډر دی او واک ته ځکه راغلی چې د ولس خدمت وکړي او هغه د چا له دړکو نه ویرېږي.

بلخوا د لاهور یو کالم لیکونکی او د سیاسي چارو پوه محمد بلال غوري د مې پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، که څه هم د اسد عمر خبرې ته میډیا زیات اهمیت ورکړ خو دا خبره مهمه ده چې د پوځ او موجوده حکومت ترمینځ اختلافات زیاتېږي.

نوموړي وايي:"زما په خیال د اسمبلیانو د ماتولو خبرې ته میډیا څه ډېر اهمیت ورکړ او د برېکنګ خبر په توګه یې نشر کړه، خو ځینې نور داسې وجوهات دي چې له وجې یې دې خبرې ته ډېر اهمیت ورکړل شو، لکه عمران خان ډېرې توپانې دورې پېل کړي دي، ګلګت، فیصل اباد ملتان او قبایلي ضلعو ته ولاړ او پرمختیایي پروژې يې اعلان کړې، نو له دې داسې اندازه کېږي چې عمران خان هم په دې پوهه دی چې کېدای شي دا حالات د انتخاباتو اړخ ته روان دي، ځکه چې کله انتخابات راروان وي نو په داسې کارونو کې تېزوالی راشي، باقي که د کارګردګۍ خبره ده نو زما په فکر د موجوده حکومت کارکردګي خرابه نه بلکې ډېره خرابه ده."

پر ټولنیزو رسنیو د پاکستان ځینې د سیاسي چارو کارپوهان دا هم وایي چې په موجوده وخت کې د ملک زیاتره مهمې مسلې د پوځ تر واک لاندې دي او دا شان زیاتره د بهرنۍ پالیسۍ، ملکي او داخلي امنیت او د بهر هېوادونو سره د تعلقاتو په اړه خبرو کې لومړی پوځي مشران وي او له هغې وروسته حکومتي مشران پر دغو موضوعاتو خبرې کوي.

په اسلام اباد کې د سیاسي چارو کارپوه عبدهادي مایار د مې پر شپږمه مشال راډیو ته وویل، که څه هم په موجوده وخت کې د پوځ او د حکومت ترمینځ د اختلافاتو خبرې کېږي خو دا وخت له پوځ سره د موجوده حکومت کوم بل متبادل هم نه شته:

نوموړي وايي: "هغوی نواز شریف راوستل غواړي خو هغه سره نه شي چلېدای، بل دا وخت د موجوده حکومت کوم بل متبادل نه شته، نه کوم بل نظام راوستلی شي، خو عمران پر دې پوهه دی چې کومو ادارو دی راوستی وو، هغوی ترې اوس لاس پورته کړی دې، عمران خان پر دې هم پوهه دی چې که دغه ادارې وغواړي نو څه وخت یې هم حکومت ړنګېدای شي، اسد عمر دا خبره ښه په فکر او خیال کړې ده، او دغو قوتونو ته یې ویلي چې عمران خان اسمبلیانې هم ماتولی شي اوس هم تاسو وګورئ د پوځ مشر سعودي عرب ته مخکې تللی او له هغه وروسته عمران خان ځي."

په پاکستان کې مخالف سیاسي مشران دا ادعا کوي چې د تحریک انصاف ګوند موجوده وفاقي حکومت د پوځ په مرسته په تېرو انتخاباتو کې کامیابه شوی دی، خو د تحریک انصاف حکومتي مشران دغه ادعا ناسمه بولي.

XS
SM
MD
LG