د لاسرسي ځای

تازه خبر

پي ټي اېم 'ترهګر' بلل سخت غبرګونونه راوپارول


مولانا فضل الرحمن په حیدر اباد کې د خبري غونډې پر مهال. ۲۰۲۱، ۱۰مه فېبرورۍ
مولانا فضل الرحمن په حیدر اباد کې د خبري غونډې پر مهال. ۲۰۲۱، ۱۰مه فېبرورۍ

د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان ویلي که د حکومت له تحریک لبېک پاکستان سره اختلافات ول نو هغه یې په خبرو هوار کړي وی خو پرضد يې ریاستي ترهه ګري او د هغې سلسله لاهم روانه ده. د نوموړي په وینا په کوم ملک کې چې د پښتون ژغورنې په نوم یو قوم پرسته، سختدریځه او ترهه ګر تنظیم غوړېدلای شي نو هلته د یوې مذهبي ډلې لپاره ولې ځای ختمېږي.

په اسلام آباد کې د اپرېل په اتلسمه د شپې ناوخته خبري کانفرنس کې د جمعیت علما اسلام ف مشر مولانا فضل الرحمان ویلي دوی متحده مجلس عمل د حکومت د هغه اقداماتو په سختو ټکو کې غندنه کوي چې په دې هېواد کې يې د یوې مذهبي ډلې تحریک لبېک پاکستان سره وکړه. خو په دې خبري کنفرانس کې د پي ټي اېم په اړه د هغه څرګندونو په ټولنیزو رسنیو کې تاوده بحثونه راوټوکېدل.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د مولانا فضل الرحمن د څرګندونو ځواب پر خپله ټویټر پاڼه ورکړی دی.

نوموړی کاږي: ''درواغجنو تورونو نه وړاندې پر پي ټي اېم څه اغېز کړی او نه به یې په راتلونکې کې وکړي. په ملک کې د جمهوریت بحالۍ تحریک پي ډي اېم د مشر پر دغه ډول جمهور ضد بیان خپګان کولای شو. پي ټي اېم د دهشتګردۍ مخالف تحریک دی، ترهګر لرونکي ذهنیت به د پي ټي اېم مخالفت کوي.''

د پښتون ژغورنې غورځنک یوه مخکښ او له شمالي وزیرستانه د قامي اسمیلۍ غړي محسن داوړ له مشال راډیو سره په خبرو کې د مولانا فضل الرحمان بیان په سختو ټکو کې وغانده او زیاته یې کړه چې دوی د غورځنګ له لارې یواځې د پښتنو د حقونو او په قبایلي سیمو کې د ترهه ګرۍ ضد او د امنیت پرځایکولو لپاره سوله یزه مبارزه کوي او هغه څوک چې د دوی پرضد بیانونه ورکوي نو د دوی د تحریک لوجې د دغه خلکو کاروبار ته زیان رسېدلی دی.

د محسن داوړ په ادعا، ''له مولانا صېب سره ټوله ویره دا ده چې زموږ په خاوره د ده مرګ او ژوبلې او د وینې تویولو کومه لوبه وکړه او کوم کاروبار يې وکړو او له هغې چې یې کومې ګټې واخیستې نو اوس يې هغه ګټې په خطر کې دي نو دی نه غواړي چې په هغه خاوره چېرته چې به د ده د تشدد سیاست وو هلته دې یو تنظمیم راپیدا شي او هغه دې د امن خبره کوي. دا اوس نه ده بلکې له لومړۍ ورځې دی په یوه پلمه او بله پلمه د پي ټي اېم پرضد داسې بیانونه ورکوي.''

دا له هغې روستو چې د پاکستان حکومت په دې هېواد کې د اپرېل په پنځلسمه په یوه مذهبي ډلې تحریک لبېک پاکستان بندېز ولګو او دا يې د ترهه ګر تنظیمونو په نوملړیا فهرست کې شامل کړ او یې ویل چې دې ډلې د خپل مشر سعد حسېن رضوي له ګرفتارۍ روستو د اپرېل په دولسمه احتجاج کې سرکاري املاکو او سیکورټي اهلکارانو او ولسي املاکو ته زیان رسولی او داسې اقدامات يې کړي چې د ملک امنیت يې له خطر سره مخامخ کړی دی.

عارف وزیر په جنوبي وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شو
عارف وزیر په جنوبي وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شو

بل پلو د جمعیت علما اسلام ف د غبرګون ښودلو سربېره د رویت هلال کمېټۍ پخواني مشر مفتي منیب الرحمان او نورو عالمانو هم په لاهور کې د پولیسو او د تحریک لبیک پاکستان د کارکنانو په نښتو غبرګون ښودلی او وايي دې دوران پولیسو د تحریک غړي په ډزو ویشتلو د پښې دوی غندنه کوي او د دې پرضد يې نن د اپرېل په نولسمه په ټول پاکستان کې د پیه جام هړتال اعلان کړی دی.

خو د پنجاب پولیس دا تورونه ردوي او وايی دوی په چا حمله نه ده کړې بلکې د خپلې دفاع لپاره يې عملیات کړي.

XS
SM
MD
LG