د لاسرسي ځای

تازه خبر

پیپلز ګوند راسره ښېګړې کړې دي، ځکه مو رایه ورکړه: میا افتخار 


د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن دا خبره  د اپرېل پر اتمه په چارسده کې خبري غونډې ته په وینا کې کړې ده.
د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن دا خبره  د اپرېل پر اتمه په چارسده کې خبري غونډې ته په وینا کې کړې ده.

عوامي نیشنل ګوند وايي، د پاکستان په سېنېټ کې یې د اپوزیشن مشر په انتخاب کې ځکه د پاکستان پیپلز ګوند ملاتړ کړی وو چې د دوی په وینا، هغه ګوند ورسره ډېرې ښېګړې کړې دي.

دا خبره د عوامي نشنل ګوند مرکزي جنرل سیکرټري میا افتخار حسېن د اپرېل پر اتمه په چارسده کې خبري غونډې ته په وینا کې کړې ده.

نوموړي ویلي چې پپلز ګوند له دوی سره د صوبې نوم په خیبر پښتونخوا اړولو کې مرسته کړې وه او هم د صوبايي خودمختارۍ په ګډون نورو برخو کې ورسره همکاري کړې وه.

میا افتخار حسېن زیاته کړې چې د هم دې احساناتو په بدل کې یې په سېنېټ کې د اپوزېشن د مشرۍ لپاره د پیپلز ګوند د غړي یوسف رضا ګیلاني په حق کې رایه ورکړې ده.

ده ویلي چې اوس که یو څوک د پاکستان جمهوري تحریک تر چتر لاندې راپورته کېږي او د دوی ګوند ته "شو کاز نوټس" ورکوي نو دا د ده په وینا، زیاتی دی.

میا افتخار حسېن زیاته کړې چې د اوسني حکومت پرضد به د دوی مبارزه روانه وي.

د پاکستان پیپلز ګوند سیکرټري جنرل نئیر بخاري او سېنېټره شیري رحمان هم د اپرېل پر اتمه چارسدې ته ورغلي وو چې د عوامي نیشنل ګوند د ناروغ مشر اسفندیار ولي خان تپوس وکړي.

نئیر بخاري پر دې موقع خبریالانو ته وویل چې دوی تل دا دریځ درلود چې د اوسني حکومت ړنګولو لپاره له اسمبلیو استعغاګانې ورکول باید تر ټولو وروستی هڅه کوي.

نوموړي دا خبره ځکه وکړه چې د حکومت ضد جوړ شوي پاکستان جمهوري تحریک کې لومړي اختلافات پر هم دې موضوع راپورته شوي وو.

پیپلز ګوند چې کله له اسمبلیو د استعغاګانو غوښتنه رد کړه نو د پاکستان جمهوري تحریک مشر مولانا فضل الرحمان د فرورۍ له ۲۶ د حکومت ضد اعلان کړی لانګ مارچ هم تر هغه وخته ځنډېدلی اعلان کړ چې د ده په وینا پیپلز ګوند د استعغاګانو په اړه وروستۍ پرېکړه کوي.

نیر بخاري د اپرېل پر اتمه په چارسده کې خبریالانو ته وویل، " له لانګ مارچ څخه خو پیپلز ګوند او عوامي نیشنل ګوند نه وو تښتېدلي."

ده وویل چې دا پرېکړه د پاکستان جمهوري تحریک په غونډو کې شوې وه چې لومړی به د حکومت ضد لانګ مارچ وي او بیا به له اسمبلیو د استعفاګانو نوبت وي.

عوامي نشنل ګوند د اپرېل پر شپږمه د پېښور په باچا خان مرکز کې بېړنۍ غونډه وکړه او له هغه وروسته د ګوند مرکزي مرستیال مشر امیر حېدر خان هوتي خبري غونډې ته په وینا کې له پاکستان جمهوري تحریک څخه د وتلو اعلان وکړ.

هغه د نامه له اخیستلو پرته تور پورې کړې وو چې دوو یا درو ګوندونو پاکستان جمهوري تحریک په خپل لاس کې اخیستی او په خپل سر پرېکړې کوي.

په پاکستان جمهوري تحریک کې شامل د اپوزېشن تر ټولو لوی ګوند پاکستان مسلم لیګ او نورو ګوندونو ویلي وو چې د سېنېټ د اپوزېشن مشر چوکۍ په یوه خوله مسلم لیګ نون ته ورکړل شوې وه.

د دوی په وینا، پیپلز ګوند نه یوازې له دې سرغړونه وکړه او بل یې د خپل کاندید کامیابه کولو لپاره په حکومتي‌ اتحاد کې شامل بلوچستان عوامي ګوند څخه هم ووټونه اخیستي وو.

په اسلام اباد کې خبریال او شنوونکی حسن خان وايي چې په پاکستان جمهوري تحریک کې اختلافات له لومړۍ ورځې وو.

د ده په وینا، د دې تحریک په تګلارو کې فرق وو یانې عوامي سیاست یې یو رنګ او پارلماني سیاست یې بل رنګ وو.

XS
SM
MD
LG