د لاسرسي ځای

تازه خبر

کوټه کې د یوه ځوان د وژلو په تور څلور پولیس وال ګرفتار


فیضان جتک
فیضان جتک

د کوټې ایګل فورس هغه څلور پولیس والا نیول شوي چې د یوه ځوان د وژلو او یوه بل هغه د ژوبلولو تور ورباندې لګېدلی دی.

د حکومت بلوچستان ویاند لیاقت شاهواني د جمعې په ورځ مشال راډیو ته وویل چې په پېښه کې د تورنو دوو نورو پولیسو د نیولو لپاره به هر ډول ګامونه پورته کړل شي.

پر دغه شپږ تنه پولیس والو د وژل شوي ځوان فیضان جتک د تره زوی اېف ای ار کښلی وو.

یاده دې وي چې د فیضان جتک د کورنۍ غړي وايي چې دی له کوره د بازار پر لور روان وو چې سریاب پله ته نزدې پر سریاب سړک د ایګل اسکوارډ پولیسو د فیضان پر ګاډي ډزې کړي دي چې پکې دی وژل شوی وو او د اکا زوی یې ټپي شوی وو. د بلوچستان پولیسو مشر بیا رسنیو ته ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړی او زیاتوي چې لاهم د پېښې کره څرنګوالی نه دی جوت.

تر اختر وروسته د فیضان جتک واده کېدولو.
د وژل شوی تن خپلوان

دغې پېښې د کوټې ښاریانو سخت غبرګون راپارولی وو او له سرکاره غوښتنه یې کوله چې حکومت دي د فیضان په وژنه تورن کسان زغرده ونیسي سزا دې یې کړي.

د وژل شوي فیضان جتک مړی د پنچشنې پر ورځ د سریاب په ادیره کې خاورو ته وسپارل شو. د هغه په جنازه کې ګڼو ښاریانو ګډون کړی وو.

له جنازې سره په څنګ د فیضان د تره زوی محمد اصف او د هغه یوه ګاونډي عبدالغني غلزي له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې تر اختر وروسته د فیضان جتک واده کېدولو.

دوی وايي، پولیس هېڅ حق نه لري چې پر یوچا مخامخ ډزې وکړي. که یو ګاډی د پولیس په حکم نه درېږي او که پولیس بیا هم ډزې کوي نو د موټر پر پیو یا ټایرونو دې وکړي. مخامخ ولې ډزې ورباندې کوي.

له فیضان سره ډېر ظلم وشو. د هغه وژونکی باید ژر تر ژره سزا کړل شي. د فیضان پر مور به څه تېرېږي، په څومره خوارۍ یې دا زوی رالوی کړی وو. ډېر شریف ځوان وو. پر خپله لار روان وو او پولیسو مخامخ وویشتلو.

په صوبه کې د اپوزیشن ګوندونو له لوري هم د فیضان جتک وژنه په کلکه غندل شوې.

په بلوچستان اسمبلۍ کې د حزب اختلاف بلوچستان نیشنل ګوند د اسمبلي غړی اخترحسین لانګو له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل چې ایګل سکوارډ ته د ګاډو کتلو قانوني جواز نه لري. او بل د دې سکوارډ په اړه ولس هم ډېر شکایتونه لري. خلک تنګوي، سپکوي یې او وهل ټکول ورسره کوي.

لانګو تور پورې کړی چې د کوټې په هره تاڼه کې د ایګل فورس خلاف رپورټ لیکل شوی دی. دا ډله له خلکو رشوتونه اخلي. په درغلیو کې ښکېل ده.

نوموړي وویل, د فیضان جتک له پېښې وروسته د دوی له سرکار او بره چارواکیو څخه دا غوښتنه ده چې ایګل ځواک دې نور ختم کړل شي. ایګل ځواک له خپلو اختیاراتو سرغړونه کوي او هېڅ حق نه لري چې پر سړکانوې ناکې ولګوي.

د اختر حسین لانګو په خبره چې ایګل فورس یوازې د ګشت کولو او د ترهګرۍ ضد اختیارات لري.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG