د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالتي کمېشن دې د مبشر وزیر د وژنو پلټنې وکړي: بنو احتجاج

تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:01 0:00

پېښور کې د پولیسو په ډزو د وژل شوي زده کونکي مبشر وزیر د وژنې پرضد په بنو کې په چارشنبه/شورو ورځ احتجاجیانو د پېښور او ډېره اسماعيل خان لويه لار تړلې وه. دوی له حکومته غوښتنه وکړه چې د پېښې د پلټنې لپاره دې عدالتي کمېشن جوړ کړل شي. د خیبر پښتونخوا اعلا وزير د مبشر د وژنې په کېس کې د رڼو پلټنو کولو هدايات جاري کړي دي. بلخوا تېره ورځ بيا د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر له دفتره په خپاره شوې اعلاميه کې راغلي دي چې په پېښه کې تورن دوه پوليس نيول شوي دي. مبشر وزير د مارچ په اومه نېټه د شپې مهال په پېښور کې د پولیسو په ډزو وژل شوی.

XS
SM
MD
LG