د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ پولیسو د درې مشکوکو وسله والو د نیولو ادعا کړې


د کراچۍ پولیس د ډیوټۍ پر مهال
د کراچۍ پولیس د ډیوټۍ پر مهال

د کراچۍ پولیسو ادعا کړې چې د ناقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان درې مشکوکه وسله وال یې نيولي دي.

د کېماړۍ پوليسو مشر فدا حسین جانوري د مې پر دويمه نېټه ويلي چې دغه درې مشکوکه وسله وال يې د ښار په سايټ اېريا سیمه کې د ده په ادعا د عملیاتو پر مهال نيولي دي. نوموړي تور پورې کړ چې نيول شوي کسان په ترهګرو پېښو کې ککړ دي.

پوليسو ويلي چې د نيول شويو نومونه عجب خان، شاه رخ او ګل نياز علي دي.

پولیس ادعا کوي چې عجب خان تر دې وړاندې په کراچۍ کې د پولیسو سره په ډوزو او د ناقانونه وسلو درلودلو په تور کې په زندان کې هم پاته شوی دی.

پولیس دا ادعا هم کوي چې د عجب خان پلار یوسف خان او ورور له تحريک طالبان سره تړاو لري جې د خيبر پښتونخوا د لکي مروت اوسېدونکي دي.

د نيول شوي ګل نیاز علي په اړه پوليس بيا دا ادعا کوي چې هغه ۲۰۱۵ز کال له ناقانونه وسله والې ډلې جيش محمد سره یوځای شوی وو چې وروسته په ۲۰۲۰ز کال کې له تحریک طالبان پاکستان سره ملګری شو.

د پوليسو مشر فدا حسېن د نيول شوي شاه رخ په اړه ادعا کړې چې د هغه تړاو له جېش محمد سره دی.

ازاده سرچينو د پوليسو د دې ادعاوو او تورونو تصديق نه دی کړی او نه هم وسله والو ډلو په دې اړه لاهم څه ويلي دي.

د نيول شويو کورنیو هم په دې اړه څه نه ويلي.

XS
SM
MD
LG