د لاسرسي ځای

تازه خبر

که پر سرتېرو مو برید وشي نو سخت ځواب یې ورکولای شو: سکاټ مېلر


جنرال سکاټ مېلر ويلي چې د مې پر لومړۍ په بريد کې یې سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی - د ارشیف انځور.
جنرال سکاټ مېلر ويلي چې د مې پر لومړۍ په بريد کې یې سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی - د ارشیف انځور.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو امریکايي قوماندان جنرال سکاټ مېلر یو وار بیا خبرداری ورکړ چې که پر سرتېرو یې برید وشي نو کلک ځواب یې ورکولای شي.

د کندهار ولايت پر هوايي مېدان تر ډزو وروسته د مې پر لومړۍ نېټه خپرې شوې ويډيو کې جنرال سکاټ مېلر ويلي چې د شنبې پر ورځ په شوي بريد کې د دوی پوځیان ته زیان نه دی رسېدلی خو زیاته یې کړه چې لا هم په افغانستان کې وسايل او سرتېري لري چې کولی شي ګواښونو ته ځواب ووايي.

تر اوسه د کندهار پر هوايي مېدان د ډزو په اړه طالبانو څه نه دې ويلي.

د طالبانو او امريکايانو له تړون سره سم، د مې لومړۍ نېټه له افغانستانه د بهرنيوو پوځیانو د ايستلو اخري نېټه ده خو د امريکا ولسمشر جو بايډن ويلي چې سرتېري به د سېپټېمبر تر ۱۱مې ووځي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG