په هند کې د کورونا وايرس وضعيت په روغتونونو کې د بسترو، اکسيجن او دوايانو د کموالي له وجې خرابۍ طرف ته روان دې.
بلخوا په لسګونه ملکونه د دې بحران د کمولو لپاره طبي مرستې ورليږي.
د يو ارب ۳۰ کروړه ابادي لرونکی دې هيواد کې د دې وبا خطره له دې کبله د انديښنې وړ جوړه شوې چې کووېډ-۱۹ ناروغۍ ويجاړونکي زياتوالی نورو سيمو ته خپور نه شي.
په افريقا کې د ناروغيو کنټرول او څار ادارې مشر جان ناکنګسونګ د اپرېل پر ۲۹مه خبريالانو ته وويل، په هند کې چې څه هم روان دي "زموږ د براعظم لخوا پرې سترګې نشو پټولې."
په اروپا کې چې حالات د ښه والي طرف ته روان دي، د صحت نړيوالې ادارې خبردارې ورکړې په بنديزونو کې د ژر نرمۍ له وجې حالات بيا خرابيدای شي.
د صحت نړيوالې ادارې د اروپا مشر هانس کلوګ ويلي په دې پوهيدل خورا مهم دي چې د هند پشان وضعيت په هر ځای کې کېدای شي.