د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان په بغلان کې د ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي


دا پېښه د پرېل پر ۲۹مه شپه هغه مهال وشوه چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د ولیان درې په (زي محمود) کلي کې د یوه سیمه ییز پولیس پر کور حمله وکړه.
دا پېښه د پرېل پر ۲۹مه شپه هغه مهال وشوه چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د ولیان درې په (زي محمود) کلي کې د یوه سیمه ییز پولیس پر کور حمله وکړه.

د افغانستان د بغلان ولایت د ختجان ولسوال عبدالناصر راسخ مشال راډیو ته وویل، دا پېښه د پرېل پر ۲۹مه شپه هغه مهال وشوه چې وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ د ولیان درې په (زي محمود) کلي کې د یوه سیمه ییز پولیس پر کور حمله وکړه.

نوموړی وايي:"له بده مرغه د ولیان درې اووه تنه محترم اوسېدونکي، چې د سرتېري مجیب الله خپلوان او ګاونډیان وو، شهیدان شوي، دوی ټول ملکي او بې ګناه خلک دي. د دوی په منځ کې ۱۲ کلن او ۱۳ کلن ماشومان هم شامل دي."

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG