د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت راسره وعدې په بشپړ ډول نه دې پوره کړې: د جانیخېلو مشران


د جانیخېلو او حکومتي وزیرانو ترمنځ جرګه
د جانیخېلو او حکومتي وزیرانو ترمنځ جرګه

د بنو جانيخېلو د جرګې مشران وايي حکومت ورسره هغه لوظونه په سمه توګه نه دې پوره کړي چې د مارچ په ۲۹مه یې ورسره کړي وو.

په جانيخېلو کې د مارچ پر ۲۱مه د څلورو وژل شوو ماشومانو د مړو تر موندل کېدو وروسته خلکو احتجاجي پرلت پيل کړي وو چې له يوې اونۍ زیات وخته پورې جاري پاتې شو. اخر د حکومتي وعدو وروسته پای ته ورسېد.

د جانيخېلو د جرګې يو مشر عدنان وزير د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې د صوبې اعلا وزير په ګډون چارواکو پر سټامپ پېپر ورسره ليکلی لوظ کړی وو چې د وژل شوو کسانو کورنيوو ته به معاوضه ورکوي او د ټولو وسله والو پر ضد به يو شان عمليات کوي.

د هغه په وينا ځيني کارونه شوي خو د وسله والو پر ضد پوره ګامونه نه دې اخیستل شوې: ((في الحال په امن راوستو کې حکومت څه کار يا پرمختګ نه دی کړی. داسې نښې نښانې نشته. اوس هم داسې اطلاعات راروان دي چې سړي له ټوپکو سره ګرځي او له خلکو وسلې راغونډوي.))

نوموړي زیاته کړه چې د اختر پر ۱۰مه به قومي مشران په يوه جرګه کې د حکومتي وعدو جاج اخلي او راتلونکې تګلاره به ټاکي.

د خیبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان لوظنامه تياروي
د خیبرپښتونخوا وزیراعلی محمود خان لوظنامه تياروي

حکومت د جانيخېلو له مشرانو سره په لوظنامه کې منلې وه چې دا سيمه به د وسله والو له شتونه پاکوي، د سيمې له پرامنه خلکو به قانوني وسلې نه ټولوي او د وسله والو پر ضد عملياتو کې به د هېچا کور ته تاوان نه رسوي. حکومت همداراز ژمنه کړې چې د هر يو وژل شوي هلک کورنۍ ته به د شهدا پيکېج په توګه ۲۵ لکه روپۍ ورکوي او په جانيخېلو کې به يو شمېر پرمختيايي پروژې پلي کوي.

د جانيخېلو د جرګې يو بل مشر ملک معاوض د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت ورسره د ځينو کسانو د خوشي کولو لوظ کړی وو چې تراوسه پورې يې نه دی پوره کړی.

د اختر په لسمه يوه جرګه راغواړو او د حکومتي وعدو په اړه نوې تګلاره ټاکو
عدنان وزیر

نوموړي وويل: (( تر ټول غټه خبره دا ده چې موږ ته يې تراوسه پوري خپل کسان نه دي راکړي. روژه ده اختر راروان دی، د هغو کسانو کورنۍ په تمه دي. د قام مېندې خوېندې په دې هيله دي چې د دوي د کورنۍ غړي به خپلو کورونه ته راشي. بله د امن او امان کېسه همداسي پرته ده. په هغې کې هيڅ پيش رفت نه دی شوی.))

د ملک معاوض خبره چارواکو د ژمنو باوجود د څلورو هلکانو د وژنې پلټنې هم نه دې کړې او نه یې دوی ته څه معلومات ورکړي دي. ((موږ ته څه لاس ته نه دې راغلي. د دې کارونو مطلب دا دی چې ته به مړي ږدي او دهرنه به کوي نو هله به حکومت درسره مذاکرات کوي. او بیا چې کله مړي ښخ شي نو بيا حکومت هيڅ نه کوي.))

په جانيخېلو کې د څلورو هلکانو مړي تر هغې وروسته د مارچ په ۲۱مه وموندل شول چې هغوی په ښکار پسې تر وتلو شل ورځې وروسته هم کورونو ته راستانه نه شول. بيا خلکو تر هغې پورې د دې مړو له ښخولو انکار وکړ تر څو چې حکومت ورسره د غوښتنو د پوره کېدو ليکلې ژمنې نه وې ورکړې.

د وعدو د عملي کولو لپاره مو کار روان کړی
زبېرنيازی

خو چارواکي وايي د جانيخېلو جرګې سره پر شوې لوظنامې عمل روان دی او په دې لړ کې له مشرانو سره وخت په وخت خبرې کېږي. د بنو مرستيال کميشنر محمد زبېر نيازي د اپرېل پر ۲۸مه مشال راډيو ته وويل چې د جرګې تر ټولو لویه غوښتنه د امن وه، نو په دې لړ کې په هغه سيمه کې لومړۍ پوليس تاڼه جوړه شوې ده.

نیازي زياته کړه: ((حکومت په معاهده کې ډېر واضحه موقف خپل کړی وو او اوس هم دی چې د ټولو وسلوالو خلاف به يو شان کاررواياني کېږي. موږ په وسلوالو کې فرق نه کوو. پر دې خبره پوځ او صوبايي حکومت کلک ولاړ دي او په دي لړ کې يې هدايات هم جاري کړي دي. تاسو ته معلومه ده چې امن په يوه ګېنټه کې نشي راتللی. امن يو پروسس (عمل) دی او په دې کې پرمختيا ډير مهم رول لري.))

زبېر نيازی چې د کومې پولیس تاڼې د پرانیستلو ذکر کوي، د جانيخېلو مشران هغې ته د احتجاج په توګه نه وو ورغلي. دوی ویلي وو چې حکومت ورسره وعدې نه دې پوره کړې نو ځکه په دې افتتاحيه کې برخه نه اخلي.

XS
SM
MD
LG