د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت د جانیخېلو غوښتنې ومنلې او پرلت ختم شو


د پرلت منتظمينو د مارچ په ۲۸مه مشال راډيو ته وویل چې د حکومت ورلېږلې جرګې ورته د غوښتنو د پوره کېدو ضمانت ورنه کړای شو نو ځکه دوی اوس اسلام اباد ته لاريون کوي.
د پرلت منتظمينو د مارچ په ۲۸مه مشال راډيو ته وویل چې د حکومت ورلېږلې جرګې ورته د غوښتنو د پوره کېدو ضمانت ورنه کړای شو نو ځکه دوی اوس اسلام اباد ته لاريون کوي.

د خیبر پښتونخوا حکومت بنو ته نژدې د جانیخېلو له سیمې د پیل شوي پرلت او لاریون د مشرتابه غوښتنې منلې دي او هغوی د پرلت او لاریون ختمولو اعلان کړی دی.

د جانیخېلو مشرانو له حکومت سره د کړیو مزاکراتو تفصیل د پرلت ګډونوالو ته وړاندې کړ او له هغه وروسته یې د پرلت د پای اعلان وکړ.

د جرګي يو غړي حبيب جان د مارچ پر ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې پرلت پای ته رسول شوی او اوس به د وژل شویو څلور هلکانو مړي خاورو ته سپارل کېږي.

د خيبر پښتونخوا د وزیر اعلا د اطلاعاتو سلاکار کامران بنګش مشال راډيو ته پخلی وکړ چې حکومت د جانيخېلو د مشرانو ټولې غوښتنې منلې دي.

نوموړي وویل چې خبرې اترې د بنو د کمشنر په کورکې شوې دي‌ او په جرګه کې د خیبر ، اورکزی او مروتو مشران هم د دریمګړو په توګه شریک وو.

کامران بنګش وویل د حکومت له خوا د جانیخېلو د منل شویو غوښتنو په اړه وویل چې حکومت به په وژل شويو څلور هلکانو کې د هر یوه کورنۍ ته ۲۵ لاکه روپۍ ورکوي.

کامران بنګش وویل چې د پرلتوالو بله غوښتنه دا وه چې د دې څلور هلکانو د وژنې په اړه دې بلکل ازادې پلټنې وشي.

ده زیاته کړه چې د دې پرلت د ګډونوالو پرضد به درج شوې ټولې پرچې بیرته اخیستل کېږي او حکومت به هغوی ته اجازت ورکوي چې په خپلو کورونو کې د حفاظت لپاره وسلې وساتي.

ده وویل چې حکومت به له دې سیمې وسله والې ډلې ختموي، د جانیخېلو د سیمې بندي بې ګناه کسان به خوشي کېږي او که یې جرم کړی وي نو د قانوني کاروايي‌ لپاره به یې چټک ګامونه اخیستل کېږي.

دا له هغه وروسته ده چې بنو ته نژدې د جانیخېلو په سیمه کې د څلورو ماشومانو تر وژل کېدو وروسته د پیل شوي پرلت ګډونوال د خپلو غوښتنو نه منل کېدو له کبله د مارچ پر ۲۸مه د اسلام اباد پر لور لاریون پیل کړ.

دوی له جانیخېلو تر بنو شاوخوا ۲۵ کلومیټر واټڼ د پولیسو له خوا پر مبینه یو شمېر خنډونو سربېره وواهه او مازیګر مهال بنو ته ورسېدل.

د دې څلورو هلکانو مړي تر ۲۰ ورځو لادرکۍ وروسته د مارچ په ۲۱مه موندل شوي‌ وو.

په جانیخېلو کې د وژل شویو هلکانو کورنۍ څه وايي؟

"ما ورته سل روپۍ ورکړې خو دا مې هم ورته وویل، چې مه ځه، ده راته وویل بس زر راځو. خو ۲۰ ورځې وروسته مې له خپله کوره د تللي روغ رمټ زوی مخ په تابوت کې ولیدلو. دومره ظلم یې ورسره کړی چې د ویلو نه دی، په ډبرو یې وهلی او په وچ خوړ کې یې ښخ کړي وو."

دا خبرې د بنو په جانيخېلو کې د وژل شوي عاطف الله د مور دي چې له خپلو درېوو نورو ملګرو سره یوځای یې د مارچ پر ۲۱مه مړي وموندل شول.

عاطف الله
عاطف الله

دا وایي خپل زوی یې د ده په غټو سترګو او غټ مخ وپېژندلو. عاطف الله زوی مې داسې ډبلنکی وو، غټ مخ یې وو زر مې وپېژند.

د عاطف الله پلار زرنواز خان چې له سعودي عربه څلور کاله پس خپل کلي ته تللی، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، زوی یې ۱۳ کلن وو. زما د زوی او د هغه د درېوو ملګرو درک مې د کلي سپیانو موندلی وو. موږ ته یې حال راکړ، راشئ وګوری چې دا خو به ستاسو بچیان نه وي. کله چې ورغلو نو ومې ولید، تر ډبرو او خاورو یې لاندې کړي ول. له پېژندګلو وتلي ول.

زرنواز خان وايي، یوبل ۲۰ کلن زوی یې چې امین الله نومېږي، پینځه میاشتې وړاندې پوځ د ده له کوره بیولی وو او اوس په جېل کې دی.

محمد
محمد

د جانيخېلو د اینديخېل کلي څلور ملګري نږدې څلور اونۍ وړاندې په ښکار پسې وتلي ول، او دوو پکې خپل سپي هم له ځانه سره بیولي ول، په دغو کې عاطف الله او نظام الله ګاونډیان هم وو.

د عاطف الله مور وایي د نظام الله مور ورته په دغه ماځیګر وویل چې د وړو سپي راغلل خو دوی رانغلل نوړاغلي، او د دې په خبره له هغې وروسته یې په زړه کې اندېښنې زیاتې شوې. نو موږ لومړی په کلي او خپلوانو کې تپوسونه وکړل خو هېچا هم څه مالومات رانکړل.

حکومت او امنیتي ادارې د ځلمیانو په موندلو کې ناکامه شول، خو د کلي یوه سپي یې درک ولګولو. او زه هلته وم چې خلکو و سپي ته هارونه واچول.

احمد
احمد

د جانیخېلو په دغو څلورو ملګرو کې یو ۱۲ کلن عبدالرحیم هم وو. د ده مشر ورور محمد رحیم وایي چې کله یې د کشر ورو د لادرکۍ ۱۰ ورځې پوره شوې نو دی له کراچۍ نه خپل کلي ته راغلی، او د ورو لټون یې پیل کړ. دی زیاتوي کشر ورور عبدالرحیم مې مور ته ویلي وو چې له ملګرو سره په ښکار پسې ځي، زموږ کلي کې هلکان داسې کوي چې د سپرلي په چټیانو کې ښکار له ځي، ځکه دلته بل څه نه شته.

محمد رحیم په کراچۍ کې مزدوري کوي او وایي ورور به یې له کوترو سره شوق وو، کله چې به د بنو مېلې ته تلو نو کوترې به یې اخیستې.

د لټون اخري انجام یې دا راخوت چې د دوی د لادرکۍ ۲۰ ورځې وروسته یو سپي را پېدا کړل.دغلته نږدې بره د پوځیانو مورچې هم دي، پر داسې حالت کې وو که نه چې زما ورته زړه خراب شو، نه مې شو کتلی، ما خپل ورور په هغو بوټانو وپېژند چې ما ورله له کراچۍ نه رالېږلي وو، ډېر نیازبین وو او پر کوترو میین وو.

"دومره غم دی راباندې چې د خوب ګولۍ په جېب کې ګرځوم", دا د بنو د جانیخېلو د نظام الله د مور فرهاده بی بی خبرې دي چې وایي زوی یې په ډېره سختۍ لوی کړی وو او نه پوهیږي چې کومو ظالمانو په څه وواژه.

نوموړې مشال راډیو ته وویل، "ماله چې یې د ورکېدو پر ۲۰مه ورځ کور ته راوړو، نو په لاس پر زیړه ګړۍ او په غاړه په زیړ زنځیر مې وپېژندو. له کوره چې تللو نو تکه سپینه جوړه یې واچول."

نوموړې زیاته کړه چې دا خپله ډېره غریبه ده خو دا یې کشر زوی وو نو ډېر خیال یې ساتلی دی.

دا وايي‌ چې د یوې کوټې په کچه کور کې اوسیږي او د هغه وخت په انتظار وه چې زوی به یې لوی شي او د دوی خدمت به کوي.

نظام الله
نظام الله

د جانيخېلو د یو بل وژل شوي هلک نظام الله یو خپل او ګاوندي ظاهر خان مشال راډیو ته وویل چې د نظام الله مور ۱۸ ورځې د خپل زوي لټون وکړ خو چا هم ورته مالومات ورنکړل. دی وايي، د نظام الله مور لکه د لېونو په کلي کې دا ۱۸ ورځې وګرځېده، بل زوی یې هم ناجوړه دی، دا ورته ډېر ګران وو.

ظاهر خان زیاتوي، چې حکومت او امنیتي ادارې یې د ځلمیانو په موندلو کې ناکامه شو خو د کلي یوه سپي یې درک ولګولو. او زه هلته وم چې خلکو و سپي ته هارونه واچول.

XS
SM
MD
LG