د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورونا وبا مخنیوی به څنګه کیږي؟


په پاکستان کې د انټرنیټي حقونو لپاره کارکونکیو ادارو ډیجیټل رایټس فاونډېشن او 'بولو بهي' لخوا له حکومته د لسو کارونو کولو غوښتنه کړې ده، چې پکې د دغو مهمو مسلو د حللارې هم ښودل شوې دي.

۱: د پاکستان حکومت، کاروباري طبقه او مدني ټولنې باید د ولس انټرنیټ ته رسايي لرل ومني او دا د ولس د اظهار د ازادۍ او مالوماتو ته د رسايي لرلو په توګه وپېژندل شي.

۲: موږ پر ټولو انټرنيټ ورکونکیو کمپنیانو غږ کوو چې په دې بیړنیو حالاتو کې دې ولس ته د انټرنيت ورکولو نرخونه ټیټ کړي.

۳:موږ پر یو شمېر ادارو کړی چې ولس ته د خپلو خدماتو ورکول دي ډیجیټل کړي.

۴: له ټولو تعلیمي ادارو غوښتنه کوو چې آن لاین کلاسونه دې په دې وخت کې نه اخلي ځکه چې زیاتره زده کونکي انټرنيټ ته رسايي نه لري.

۵: په پخوانیو قبایلي ضلعو کې زر تر زره د موبایل انټرنيټ ورکولو غوښتنه کوو.

۶: د پاکستان د ټیلي کمیونیکېشن ادارې نه غوښتنه کوو چې په پاکستان کې د نورو انټرنیټ ورکونکیو کمپنیانو سره د انټرنيټ په رفتار زیاتولو کار وکړي.

۷: دوی د حکومت او نورو کاروباري کمپنیانو ته غوښتنه کړې چې ولس ته دې د وړیا وای فای سهولت ورکړای شي.

۸: هغه ځایونه چې انټرنیټ ته بیخي رسايي نه لري باید حکومت یې د خبرولو او مالوماتو ورکولو لپاره یو نظام جوړ کړي چې څنګه به دوی د انټرنیټي مالوماتو نه پوهه تر لاسه کوي.

۹: د سرکاري او غېر سرکاري انټرنیټ ورکولو ادارو نه غوښتنه کوو چې خپلو کارکونکیو ته په موجوده بیړنیو حالاتو کې د ځانونو د خوندي ساتلو لپاره ټول ضروري او اړوند شیان ورکړي.

۱۰: دوی پر حکومت او ټیلي کام کمپنیانو غږ کړی چې د یونیورسل سروسز فنډ په نوم پېسې دې د ولس انټرنیټ ته د رسايي پر ورکولو مصرف کړي.

په موجوده صورتحال کې پر دې موضوع ډېر بحثونه روان دي چې خلک باید پر انټرنیټ ناسمو خبرونو ته پام ونه کړي دا ځکه چې په نړۍ کې د کورونا په نوم وبا اوس د د نورو سیمو او هېوادونو په څیر پاکستان او پښتنو سیمو ته هم رسېدلې ده.

د دغو ناسمو خبرونو او مالوماتو په اړه روخان سټوډیو د ''صابون زما قانون'' په نوم یوه ویډیو هم مخې ته راغلې ده.

صابن زما قانون ویډیو

د دغه ویډیو ډاییلاګ لیکونکی فصیح ذکا وایي دغه ویډیو یې ځکه جوړه کړه، خلک پوهه کړي چې د کورونا وایرس مقابله به څنګه کوي. فصیح ذکا وایي کورونا د ټول ولس دښمنه ده نو باید چې د مخنیوي لپاره یې په خلکو کې پوهه پېدا کړل شي چې یوازې د صابون په ذریعه د لاسونو په وینځلو د دغه وبا مقابله کولی شي.

په دغه ویډیو کې د پبو بدمعاش په نوم کریکټر دی چې خلکو ته وایي لاسونه باید په صابون تر۲۰و سکینډونو پورې ووینځل شي. دغه اواز د سرمد غفور دی. له مشال راډیو سره په خبرو کې سرمد غفور وایي پښتنو ته یې په ډیرو پاکو ټکو کې دا پېغام ورکړی دی چې باید له دغه وایرسه د ځانونو بچ کولو په خاطر کورونو کې پاتې شۍ او د صفایي خیال وساتئ.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG