د لاسرسي ځای

تازه خبر

که طالبان د امریکا ګټې له خطر سره مخ کړي، بیا به وځپل شي: خلیلزاد


خلیلزاد وايي، امریکا غواړي د افغانستان سولې په راتلونکو خبرو کې ښځې او اقلیتونه برخه ولري. 
خلیلزاد وايي، امریکا غواړي د افغانستان سولې په راتلونکو خبرو کې ښځې او اقلیتونه برخه ولري. 

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د اپرېل پر ۲۷مه د امریکا د سېنېټ بهرنیو اړیکو کمېټې ته حاضر شو او د افغانستان په اړه‌ یې د سېنېټرانو اندېښنو ته ځواب ووایه.

سېنېټران له دې درکه اندېښمن وو چې که امریکايي پوځیان له افغانستانه ووتل او طالبان بیا واک ته ورسېدل، د ښځو حقونه به څنګه شي او ایا افغانستان به بیا د ترهګرو پر مرکز بدل نه شي!؟

خلیلزاد وویل که طالبان وغواړي چې د امریکا ګټې له خطر سره مخامخ کړي، نو بیا به وځپل شي. ده زیاته کړه، که احیاناً طالبان واک ته ورسېدل او د ښځو حقونو ته‌ یې درناوی ونه ‌کړ، له افغانستان سره د امریکا مرستې به ودرول شي. د هغه په وينا امریکا له خپلو سلګونو میلیونو ډالرو مرستې څخه پر طالبانو د فشار راوړلو لپاره کار اخیستلی شي چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

ده زیاته کړه، طالبانو ته ‌یې ویلي چې که د امریکا مرستې غواړئ، که د نړیوالې ټولنې غوښتونکي یاست او غواړئ چې له انزوا راووځئ دا ټول له دې سره تړاو لري چې له خلکو سره څه ډول چلند کوئ. تر ټولو وړاندې له ښځو، ماشومانو او اقلیتونو سره.

امريکا د ۲۰۲۰ کال په فرورۍ کې طالبانو سره د سولې تړون وکړ چې له مخې به یې د مې تر لومړۍ نېټې امريکايي ځواکونه له افغانستانه وتل خو ولسمشر جوبايډن وويل چې ځواکونه به یې د ۲۰۲۱ کال تر سپتمبره ووځي.

د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړو په افغانستان کې د بشري حقونو په تېره بیا د ښځو د حقونو په اړه اندېښنه ښکاره کړه. خلیلزاد د سېنېټ جرګې غړو ته وویل چې ده په زغرده ویلي چې له ترهګرۍ وروسته د امریکا لپاره بشري حقونه په ځانګړي ډول د ښځو حقونه مهم دي.

ده دا هم وویل چې امریکا غواړي د افغانستان د سولې په راتلونکو خبرو کې ښځې او اقلیتونه برخه ولري. په همدې حال کې د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د سي اين اين ټيليويژن سره په یوه مرکه کې د اپرېل پر ۲۷مه وویل، افغانستان ته د ۳۰۰ میلیون ډالره بشري مرستې د ورکولو په اړه د ولسمشر بایډن حکومت له کانګرس سره کار کوي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG