د لاسرسي ځای

تازه خبر

کابل ته د پاکستاني پلاوي سفر: "ژمنې تکرار او د ترکیې غونډې د کولو پر هڅو" بحث وشو


د افغانستان بهرنيوو چارو مرستيال وزیر میروس ناب د افغانستان لپاره د پاکستاني وزیراعظم د ځانګړې استازي محمد صادق سره په ملاقات کې
د افغانستان بهرنيوو چارو مرستيال وزیر میروس ناب د افغانستان لپاره د پاکستاني وزیراعظم د ځانګړې استازي محمد صادق سره په ملاقات کې

پاکستان او افغانستان سلا شوي چې د سولې لپاره د بېن الافغاني خبرو په لړ کې د استنبول غونډې جوړولو هڅې زیاتې کړي.

په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان د اپریل ۲۶ مه مشال رېډیو ته وویل چې د افغانستان لپاره د پاکستان د وزیراعظم ځانګړي استازي محمد صادق خان په مشرۍ کابل ته تللي پلاوي د افغانستان بهرنيوو چارو مرستيال وزیر میرویس ناب او د افغانستان د ملي امنيت سلاکار حمدالله محب سره د امنیت او تجارت په اړه غږېدلی دی.

د منصور احمد خان په وینا محمد صادق افغان حکومت ته د سولې په بهیر کې د اسلام اباد لخوا د مکمل ملاتړ ډاډ ورکړ. د لوړې کچې دا پاکستانی پلاوی د اپریل په ۲۵مه په دوه ورځني سفر کابل ته رسېدلی وو چې پکې امنیتي چارواکي هم شامل وو.

بلخوا د پاکستان لپاره د افغان ولسمشر ځانګړي استازي عمر داودزي د اپریل په ۲۶ مه مشال رېډیو ته وویل، د کابل د سفر پر مهال ورسره پاکستاني وفد د افغانستان د سولې په بهیر کې د همکارۍ ژمنه کړې او هیله ده چې عملي یې کړي.

کابل ته راغلي پاکستاني پلاوي د سولې په برخه کې خپلې ژمنې تکرار کړي
داودزی

هغه زیاته کړه: ((یوه نیمه میاشت مخکې ما اسلام اباد ته سفر کړی او له مهمو غوښتنو مې یوه دا وه چې پاکستان کې په افغانستان کې د اوربند لپاره هلې ځلې وکړي. د هغې نه پس پاکستان خپله وینا اصلاح کړه او د ماسکو، د تاجکستان او دا اوس په استنبول کې یې هم د اوربند غوښتنه وکړه. او بله خبره دا ده چې پاکستان طالبان د مذاکرې میز د بامعنا او با هدفه خبرو لپاره راتللو ته تشویق کړي. کابل ته راغلي پلاوي دا ژمنې تکرار کړي.))

دا په داسې حال کې ده چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره اونۍ په پاکستان غږ وکړ چې د افغانستان د ابادۍ او ویجاړۍ تر منځ دې د یو انتخاب وکړي.

په تیرو خوا او شا دوه لسیزو کې افغان حکومت وخت په وخت اسلام اباد د وسله والو طالبانو په ملاتړ تورن کړی چې پاکستان یې ردوي. د پاکستان دريځ دی چې پر طالبانو خپل اثر رسوخ د سولې لپاره کاروي.

په پېښور پوهنتون کې د سیمه ییزو چارو د مطالعاتو څانګې مشر ډاکټر سرفراز خان وايي مشکله ده چې د افغانستان موجوده غیر واضحه صورتحال ته په کتو سره پاکستان کومه واضحه پالیسي اختیار کړي. (( اسلام اباد به ګوري چې که په افغانستان کې طالبان بریالي کېږي نو دوی به د طالبانو ملاتړ جاري ساتي خو که حالات خرابیږي او په پاکستان د طالبانو د ملاتړ نړیوال الزامات زیاتیږي نو بیا به د طالبانو ملاتړ کموي ځکه چې پاکستان په اقتصادي توګه ډیر په خراب حالت کې دی او د مالي بدعنوانیو د څارنړویوالې ادارې (ایف اې ټي ایف) په خړ لیسټ کې شامل کړی. نو که د وسله والو د ملاتړ په وجه تور ليسټ ته لاړ شي او د بندیزونو سره مخ شي نو اقتصاد به یې لا نور پسې خراب شي.))

پاکستان به ګوري چې که طالبان بريالي کېږي نو ملاتړ به یې جاري ساتي
سرفراز خان

د یادونې ده چې امريکايي ولسمشر جوبايډن اعلان کړی چې له افغانستانه ټوله ځواکونه د سپتمبر تر میاشتې وباسي. د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی وايي دې حالت ته په کتو بايد پاکستان پوهه شي چې د افغانستان په مسله کې مثبت کردار یې په ګټه او منفي‌یې په تاوان دي. ((د پاکستان په ګټه رول به دا وي چې د خپل نفوذ لاندې هغه وسله وال چې له افغان حکومت سره جنګېږي، تر فشار لاندې راولي او د خبرو میز ته په کیناستو یې مجبوره کړي. دویم رول یې دا دی چې پخواني سیاست ته دوام ورکړي او جګړه مارې ډلې تر پوښښ لاندې وساتي نو په افغانستان کې به بدامني وي او پاکستان به هم ترې اغېزمنیږي.))

دا په داسې حال کې ده چې د اپریل په ۲۳ مه په استنبول کې د ترکیې په کوربتوب د پاکستان،افغانستان او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه هم شوې وه.په غونډه کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو وار بیا د افغان سولې لپاره د خپل هېواد د همکارۍ ډاډ ورکړی وو. افغان رسنيوو خبر ورکړی چې ښايي تر اختر وروسته به د افغانستان سولې په اړه هغه کنفرنس وشي چې تر دې مخکې د طالبان د نه ګډون تر اعلان وروسته ځنډيدلی دی.

  • انځور سایز

    منور شاه

    منور شاه  له ۲۰۱۰ز کال راهيسې د مشال رېډیو همکار دی. هغه د تعلیم په هکله د اوونيزې خپرونې "روښانه مستقبل" کوربه هم پاتې شوی دی او پر بېلابېلو سیاسي، امنیتي او ټولنیزو موضوعاتو راډیويي، لیکلي او ویډیويي راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG