د افغانستان د ننګرهار ولايت چارواکي ادعا کوي چې په تېره یوه اونۍ کې یې ۴۴ وسله وال طالبان وژلي او ۱۷ نور یې ټپي کړي دي.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر د اپرېل پر ۲۵مه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا وسله وال په شېرزادو او حصارک ولسوالیو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي او ټپي شوي دي.
خبرپاڼه کاږي چې په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې قوماندان احمد هم شامل دی.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
له دې وړاندې د ننګرهار چارواکو په بېلابېلو ترهګريزو بريدونو او جنايي پېښو په تړاو کې د اووه کسانو د نيولو ادعا کړې وه.
د اپرېل پر ۲۱مه د ننګرهار د رسنيو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي وو چې د ملي امنيت ځواکونو په تيره يوه اوونۍ کې دا کسان نيولي دي.