د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان د امريکايي ځواکونو وتل پېل شوي، تجهيزات افغانانو ته پريږدو: سکاټ ميلر


جنرل سکاټ ميلر
جنرل سکاټ ميلر

په افغانستان کې د بهرنیوو ځواکونو قوماندان جنرل سکاټ ميلر وایي له دې هېواده د امریکایي ځواکونو د بشپړ وتلو بهیر پیل شوی دی.

جنرل ميلر د اپرېل په ۲۵مه په کابل کې د افغان خبریالانو یوې ډلې ته وويل چې که څه هم د مې له لومړۍ نېټې به له افغانستانه د ځواکونو د وتلو بهیر رسماً پیلېږي، خو په ځايي کچه د دغه بهیر لپاه تیاری پیل شوی دی. هغه زیاته کړه چې ټولې هغه اډې به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري چې دوی ترې وځي او هم به ځیني تجهیزات دغو ځواکونو ته ورکړل شي.

جنرال ميلر وويل: "یو خاص تجهیزات دي چې موږ یې باید بېرته خپلو هېوادونو ته ولېږدوو. دا یو شرط دی، خو د امکان تر حده چې موږ مجبور ونه‌اوسو، غواړو دا مسله یقیني کړو چې افغان امنیتي ځواکونه اډې، ځیني تجهیزات، هغه چې د اردو د فعالیت لپاره اړین دي، ترلاسه کړي."

جنرال سکاټ ميلر دغه څرګندونې نيږدې دوه اوونۍ وروسته له هغې کوي چې د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې ټول امریکایي ځواکونه به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې له افغانستانه ووځي.

د مې لومړۍ نېټه د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د دوحې په تړون کې له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره وروستۍ نېټه ټاکل شوې وه. دا هغه تړون دی چې د نه‌عملي کېدو په صورت کې یې طالبانو پر امریکایي او نورو نړیوالو ځواکونو د حملو د بیا پیلېدو خبرداری ورکړی.

خو په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال مېلر خبرداری ورکړ چې دا به یوه تېروتنه وي چې که له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په بهیر کې پر دغو ځواکونو برید وشي.

دی وايي: "موږ پوځي امکانات لرو چې پر ایتلافي ځواکونو هر ډول بریدونو ته په کلکه ځواب ووایو او پوځي امکانات لرو چې د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړو."

XS
SM
MD
LG