د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغانستان، ترکیې او پاکستان د سولې خبرو لپاره پر سمدستي اوربند ټینګار کړی


د ترکیې، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د اپرېل پر ۲۳مه په استنبول کې وشوه.
د ترکیې، افغانستان او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د اپرېل پر ۲۳مه په استنبول کې وشوه.

د افغانستان، ترکیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغان جګړې له ټولو خواوو، "په ځانګړي ډول له طالبانو" غوښتي چې د شخړې د هواري سیاسي حل ته خپله ژمنتیا تکرار کړي.

دا خبره د درېواړو هېوادونو وزیرانو د اپرېل پر ۲۳مه په استنبول کې په غونډه کې کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د اپرېل پر ۲۴مه کېدونکې نړیواله غونډه ځنډول شوې.

مولود چاوشوغلو، حنیف اتمر او شاه محمود قریشي تر غونډې وروسته په ګډ بیان کې "په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي پر لوړې سطحې د خپګان" څرګندونه کړې ده.

بیان وايي، دوی د تاوتریخوالي د ختمولو او د "سولې د خبرو لپاره د مناسب چاپېریال رامنځ ته کولو لپاره د سمدستي اوربند پر اړتیا هم ټینګار" وکړ.

تر دې مخکې ټاکل شوې وه چې د اپرېل پر ۲۴مه د ترکیې، قطر او ملګرو ملتونو په کوربه توب په استنبول کې نړیواله غونډه وشي چې طالبان او افغان حکومت په چټکۍ موافقې ته ورسي او په افغانستان کې د لسیزو جګړه پای ته ورسي.

خو هغه نړیوال کنفرانس چې امریکا یې هم ملاتړ کړی وو، د طالبانو د نه ګډون له وجې وځنډېد او انقرې وویل چې غونډه به اوس تر کوچني اختر وروسته کېږي خو دقیقه نېټه یې نه ده اعلان کړې.

په استنبول کې تر غونډې وروسته د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر چاوشوغلو وویل، حکومت یې د افغان سولې بهیر ملاتړ کوي او د غونډې د جوړولو لپاره به هڅې جاري وساتي.

ده وویل، د کنفرانس د شریکو کوربنو او منتظمینو په توګه یې "له ټولو خواوو سره خبرو ته دوام ورکړی."

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۱۴مه اعلان وکړ چې له افغانستانه د امریکايي سرتېرو د وتلو بهیر به د مې په لومړۍ نېټه پیل او د سېپټېمبر تر ۱۱مې نېټې بشپړ شي.

تر دې مخکې د طالبانو او د امریکا د پخواني ولسمشر ډانلډ ټرمپ د حکومت ترمنځ د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې په موافقه کې ویل شوي ول چې ټول امریکايي سرتېري به د روان کال د مې تر لومړۍ له افغانستانه ووځي.

د بایډن د اعلان په غبرګون کې طالبانو وویل، په استنبول کې د اپرېل پر ۲۴مه په کنفرانس کې ګډون نه کوي.

له امریکا سره د قطر په پلازمېنه دوحه کې تر موافقې وروسته طالبانو تر ډېره پر بهرنیو پوځیانو بریدونه درولي ول خو پر افغان امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکوونکو یې حملو ته دوام ورکړی وو.

طالبانو تر موافقې وروسته ژمنه کړې وه چې له کابل سره به د اوربند او د ګډ واک پر موضوع خبرې وکړي خو په قطر کې کېدونکې بین الافغاني خبرې د ۲۰۲۰ز کال له ډېسېمبر راهیسې درېدلې دي.

په خپل بیان کې د ترکیې، پاکستان او افغانستان د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه کړې چې "د ترهګرۍ پر ضد" به مبارزې ته دوام ورکوي او د ټرانسپورټ له لارې د سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ، انرژۍ، تعلیم او سیلګرۍ په ګډون به په یو شمېر برخو کې "همکارۍ زیاتې" کړي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG