د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځینې غړي تر بندیز لاندې نوملړ کې شامل کړل شوي


پي ټي اېم وايي، له بندیزونو څخه د خپل کسانو د لرې کولو لپاره له عدالته کومک اخلي.
پي ټي اېم وايي، له بندیزونو څخه د خپل کسانو د لرې کولو لپاره له عدالته کومک اخلي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران وايي د هغوی د ځینو غړو او ملګرو نومونه صوبايي حکومت د خطرناکو ترهګرو په ځانګړي لیسټ کې شامل کړي دي.

په ۱۹۹۷ز کال کې د ترهګرۍ ضد د جوړ شوي قانون له مخې چې کله هم استخباراتي ادارې د کورنیو چارو صوبايي وزارت ته د کوم کس په اړه دا معلومات ورکړي چې ګینې دغه کس د ناقانونه ډلو سره رېښې یا راشه ـ درشه لري نو نوم یې د شيډول څلور په نوم په ځانګړي لېسټ کې شامل کړل شي.

له هغې وروسته هغه کس اړ کېږي چې خپل شناختي کارډ او سفري اسناد د هغه استوګنې ته په نږدې سیمه کې موجود پولیس سټیشن کې جمع کړي او د خپل تګ راتګ په اړه به هر وخت تاڼې ته خبر ورکوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي ادریس پښتین د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، پر هغه هم دا بندیزونه لګول شوي او ترڅنګ یې د هغه بانکي اېکاونټونه هم کنګل کړل شوي او د مبایل له لارې د پیسو لېږلو (ایزي پیسه) سهولت ترې هم اخېستل شوی دی.

نوموړی وايي، پولیس ترې هر وخت د ځای ځایګي پوښتنه کوي او هغه یې په غبرګون کې د کورنیو چارو وزارت ته لیک هم استولی چې هغه نه ترهګر دی او نه هم د داسې ډلو سره څه تړاو لري نو بیا ولې داسې سلوک ورسره کېږي؟

د ډېره اسماعیل خان د شاهد شیراني نوم هم په یاد لېسټ کې اچول شوی. هغه د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال او ترڅنګ یې لیکوال او شاعر هم دی.

نوموړي مشال راډیو ته وویل، صوبايي حکومت هېڅ بې هېڅه د هغه نوم په شېډول ۴ لېسټ کې اچولی، ځکه چې هغه د باچا خان د عدم تشدد د فلسفې پلوي دی او ګناه یې یواځې دا ده چې سټډي سرکلونه به یې جوړول چې پکې به یې د پښتنو مشاهیرو د ژوند او کارنامو په اړه ځوانانو ته معلومات ورکول.

مشال راډیو د دې راپور د جوړولو لپاره د پښتون ژغورنې غورځنګ د هغو ټولو غړو سره خبرې وکړې چې نومونه یې په یاد لېسټ کې ځای پر ځای کړل شوي دي. په دغو کې عبدالله ننګیال، تنویر جرار، ذوهیب پښتین او اعجاز پښتین هم شامل دي.

په دغو کې د عبدالله ننګیال نه ماسیوا د نورو ټولو کسانو شناختي کارتونه او بانکي حسابونه بلاک کړل شوي دي. د دولسم صنف اوسیدونکي اعجاز پښتین مشال راډیو ته وویل، دا چې شناختي کارټ یې بلاک کړل شوی نو هغه د اېف اېس سي راتلونکي امتحان کې برخه نه شي اخېستی.

مشال راډیو چې د داخله او قبایلي چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د وزیر اعلی د سلاکار فضل شکور نه د پښتون ژغورنې غورځنګ د پلویانو د نومونو په شېډول ۴ لېسټ کې د اچولو پوښتنه وکړه نو هغه همدومره ویل چې هغه له دې نه دی خبر او هېڅ هم نه شي ویلی.

په ډېره اسماعیل خان کې یو حکومتي چارواکي چې د ادریس پښتین په شان د کسانو د څارلو مسولیت ورته سپارل شوی.

د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په شېډول ۴ کې د ادریس پښین او د هغه په شان د نورو کسانو نومونه استخباراتي ادارې اچوي، هغوی یې یواځې څارنه کوي. نوموړی وايي، د منظور پښتین د ملګرو نومونه په دغه لېسټ کې اچول شوي او هغه نه پوهېږي چې د منظور پښتین غورځنګ خراب دی او که نه؟

د ډېره اسماعیل خان د ټاون تاڼې د پولیسو مشر اصغر شاه د اپرېل پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په شېډول ۴ لېسټ کې نومونه د ايي اېس ايي او پوځي استخباراتو لخوا اچول کېږي. هغه وویل، د هغوی سره په لېسټ کې یواځې د شاهد شیراني نوم دی د نورو کسانو ورسره نشته.

نوموړی وايي، شاهد شیرانی هم د شېډول ۴ په اصولو برابر نه دی نو ورته له بره نه ویل شوي چې پر ضد یې کومه بله مقدمه درج کړي. هغه وايي، پولیس اوس هم د پښتون ژغورنې غورځنګ سره ګوذاره کوي کنه نو هغوی یعنې د غورځنک ګسان ورسره بلکل تعاون نه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مخکښ عبدالله ننګیال مشال راډیو ته وویل، هغوی به په شېدول ۴ لېسټ کې د خپلو کسانو د نومونو د شاملولو په غبرګون ډېر زر په هایکورټ کې درخواست جمع کوي.

XS
SM
MD
LG