د لاسرسي ځای

تازه خبر

عدالت د متحده قامي مومېنټ ګڼو غړو ته د بند سزا واوروله


د کراچۍ په زندان کې دننه جوړ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت د اپرېل پر پنځمه په یاده قضېه کې خپله فيصله خوندي ساتلې وه.
د کراچۍ په زندان کې دننه جوړ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت د اپرېل پر پنځمه په یاده قضېه کې خپله فيصله خوندي ساتلې وه.

په کراچۍ کې د ترهګرۍ ضد یو عدالت د متحده قامي مومنټ ۱۳ غړو ته د بند او جرمانې سزا اورولې ده.

دا کسان رینجرو د ۲۰۱۵ز کال د مارچ پر ۱۱مه، د کراچۍ په عزیز اباد سیمه کې د اېم کیو اېم په مرکز ناین زرو د چاپې پر مهال نیولي وو.

د رینجرز چارواکو ادعا کړې وه چې له دوی څخه یې غیر قانوني وسله او چاودیدونکي مواد هم ترلاسه کړي وو.
عدالت د اپرېل پر ۲۳مه په خپله پریکړه کې یو ملزم فیصل محمود موټا ته د ۱۰ کلونو بند او ۵۰ زره روپو د جرمانې سزا واوروله. فيصل محمود موټا د خبریال ولي خان بابړ د وژنې په مقدمه کې په ۶ تورنو کسانو کې هم شامل دی.

د ترهګرۍ مخنيوي عدالت له اېم کيو اېم سره تړاو لرونکو ملزمانو عبید کېټو، شبیر احمد او محمد عابد ته د اتو اتو کلونو د بند او ۳۰ زره روپو د جرمانې سزا اورولې ده.

د کراچۍ په زندان کې دننه جوړ د ترهګرۍ مخنيوي عدالت د اپرېل پر پنځمه په قضېه کې خپله فيصله خوندي ساتلې وه.

تراوسه متحده قامي مومېنټ يا د تورنو کسانو وکيل د عدالت د پریکړې په اړه څه نه دي ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG