د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لاهور هایکورټ شهباز شريف په ضمانت خوشې کړ


د پاکستان مسلم ليګ(ن) ګوند مشر شهباز شريف
د پاکستان مسلم ليګ(ن) ګوند مشر شهباز شريف

شهباز شريف د اپرېل پر ۲۳مه د لاهور له کوټ لکپت جېل څخه وروسته له هغې په ضمانت خوشی کړل شو چې لاهور هایکورټ يې د اپرېل پر ۱۴مه په ضمانت د خوشې کولو درخواست منظور کړ.

تر دې مخکې د شهباز شريف وکيل د نوموړي د مقدمې اورېدنې پرمهال عدالت ته ویلي وو، که د نېب په ۱۱۰ ګواهانو کې يو هم ووايي چې شهباز شريف ملزم دی نو هغه به يې د ضمانت درخواست واپس واخلي.

بلخوا پر دې مهال د نېب د وکيل وینا وه، که شهباز شرېف بې ګنا دی نو په عدالت کې دې د ضمانت پر ځای د ازادېدو درخواست ورکړي.

ياده دې وي چې د احتساب قامي ادارې نېب شاوخوا اووه مياشتې مخکې د مسلم ليګ (ن) مشر شهباز شريف له خپل امدنه د زياتو اثاثو درلودو او ناقانونه پېسو د لېږد په تور ګرفتار کړی وو.

اپوزيشن ګوند مسلم ليګ (ن) وايي چې حکومت د خپلو مخالفينو ځپلو لپاره نېب کاروي خو حکومت او نېب دواړه دا تورونه ردوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG