د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکا نيمايي بالغ وګړیو ته کورونا واکسين لګول شوی


استرازېنيکا واکسين
استرازېنيکا واکسين

د امریکا د ناروغیو مخنیوي اداره وايي، د هېواد د ټولو بالغ وګړو نیمايي ته یې لږ تر لږه د کورونا وایرس ناروغۍ یو واکسين لګولی ده.

ادارې د اپرېل پر ۱۸مه وویل چې په هیواد کې نژدې ۱۳۰ میلیونه یا د ۱۸ کلنو او تر هغه د زیات عمر لرونکو ټولو وکړو نیمايي یا ۵۰.۴ فیصده ته لږ تر لږه د کورونا وایرس د مخنيوي واکسينو یوه ستن لګول شوې ده.

امریکا دا هدف په داسې وخت کې ترلاسه کړی دی چې د دې ناروغۍ تر بلې څپې وړاندې ټول ولس ته واکسین ولګوي.

په امریکا کې تر اوسه نژدې ۸۴ میلیونه کسانو ته د کورونا وایرس مکمل واکسین ورکړل شوي دي. دا شمېره د هېواد د ټولې بالغې ابادۍ درېمه برخه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG