د لاسرسي ځای

تازه خبر

نوښار: په ډزو کې د يوې کورنۍ ۷ کسان وژل شوي


نوښار
نوښار

د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د روژه ماتي پر مهال د دوو ډلو ترمینځ شويو ډزو کې اووه کسان وژل شوي دي چې پکې دوې ښځې هم دي.

د نوښار ضلعي د پوليسو مشر محمد اقبال خان د اپرېل ۱۸ مې ماخوستن مهال مشال ريډيو ته وويل چې په شیخي کلي سيمه کې د تره زامنو د ټيوب ويل پر نوکرۍ لانجه وه چې د اتوار پر ورځ په خونړۍ جګړه بدله شوه. د ده په خبره دواړو ډلو پر يوه بل ډزې وکړې چې پکې اووه کسان ووژل شول.

نوموړي زیاته کړه چې تر پېښې وروسته تورن کسان تښتېدلي دي چې پوليس يې په لټون بوخت دی.

تر دې وړاندې د اپرېل پر ۱۷مه هم په چارسده کې د روژه ماتي پر مهال د مځکې په شخړه باندې د دوو ډلو ترمنځ ډزې شوې وې چې پکې څلور کسان وژل شوي او پينځه نور ژوبل ول.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG