د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ايران لخوا د يورانيمو غني کول به مرسته ونه کړي: بایډن


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امريکا ولسمشر جو بایډن وايي، د ايران لخوا ۶۰ فيصده ته د يورانيمو غني کول به مرسته ونه کړي خو نوموړی وايي امريکا پر دې خوشحاله ده چې ايران اوس هم له واشنګټن سره په غېر مستقيم ډول خبرو کې برخه اخلي.

د دې خبرو هدف د دواړه هېوادونو هغه مقام ته ستنېدل دي چې د ۲۰۱۵ز کال له اټومي تړون سره مطابقت لري.

بايډن چې په سپېنه ماڼۍ کې يې له جاپاني وزیراعظم سره ګډه خبرې غونډه کوله، د يو خبريال د دې پوښتنې په ځواب کې که چېرې د ايران د يورانيمو د زياتولو اقدام دې لور ته اشاره وي چې تهران اټومي تړون ته په ستنېدو کې جدي نه دی؟ نوموړی وويل:"زما په فکر دا له وخته مخکې ده چې موږ و وايو د دې به څه نتيجه مخې ته راځي، خو موږ اوس هم خبرې کوو."

له دې وړاندې ايران اعلان وکړ چې دوی ۶۰ فیصده ته د يورانيمو غني کول پيل کړي دي. تر دې مخکې ايران يورانيم دومره زياتې کچې ته نه دي غني کړي او دا ۹۰ فيصده ته د يورانيمو غني کولو لور ته يو ګام دی کوم چې د وسلو لپاره کارول کېدای شي.

XS
SM
MD
LG