د لاسرسي ځای

تازه خبر

په قره باغ کې ۳۰ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې: افغان چارواکي


د افغان سرتېرو ارشیف انځور
د افغان سرتېرو ارشیف انځور

په پکتیا کې د تندر قول اردو چارواکي وايي، چې د اپرېل پر ۱۶مه، د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په بازار کې د افغان هوايي او ځمکنیو ځواکونو لخوا چاڼیز عملیات روان وو، چې په نتیجه کې يې وسله وال طالبان له دې بازاره شاه تګ ته اړ شوي دي.

له څو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو د غزني په قره باغ ولسوالۍ ډله ییز بریدونه پیل کړي دي.

د اپرېل پر ۱۷مه، د تندر قول اردو د رسنیو د برخې مسوول جګړن ایمل خان مومند مشال راډیو ته وویل، چې د جګړې او هوايي بریدونو په پایله کې ۲۲ وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي.

نوموړی زیاتوي، په دې جګړه کې د وسله والو یو پیکپ موټر چې په هغه باندې زیکویک وسله هم نصب شوې وه، له منځته تللی دی.

په دې جګړو کې افغان ځواکونو د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه دې ويل شوي

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دې ویلي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG