د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان حکومت تعلیمي ادارو ته د کورونا وبا مخنیوي لپاره د سختو اقداماتو امر کړی


د کوټې ای ټي پوهنتون
تصویر له ارشیفه
د کوټې ای ټي پوهنتون تصویر له ارشیفه

بلوچستان حکومت وايي، که چرې تعليمي ادارو د کورونا وايرس په اړه حکومتي لارښووني نه عملي کوي نو سخت اقدامات به پورته کړي.

دا خبره د بلوچستان حکومت وياند لياقت شاهواني د اپرېل پر ۱۴مه (پرون)، مشال راډيو ته کړې.

دا له هغه وروسته ده چې په کوټه کې د ښځو پوهنتون سردار بهادر وويمن يونيورسټي ښوونکې ډاکټر شايسته د کورونا وايرس له وجې مړه شوه او پوهنتون وتړل شو او د دې ترڅنګ په صوبه کې څلور ښوونځي هم د کورونا پېښو پس تړل شوي دي.

لياقت شاهواني زياته کړه چې په صوبه کې د کورونا وايرس کېسونه په زياتېدو دي او په دې لړ کې تعليمي ادارې حکومتي لارښوونې نه عملي کوي.

بلخوا د مومندو قبايلي ضلعې د سرکاري سکولونو استادانو له مشال راډیو سره په خبرو کې اندېښنه ښودلې چې د کورونا وايرس مثبت کېسونه په زیاتېدو دي، او په لړ کې يې د تعلیم متعلقه چارواکو سره په څو څو وارې رابطې هم کړي دي خو تر اوسه د تعلیم وزارت په مومندو کې د سکولونو د بندولو اعلان نه دی کړی.

دا وخت د خیبر پښتونخوا په زیاترو ضلعو کې سکولونه د اپرېل تر ۲۸مې تړل شوي دي.

  • انځور سایز

    ایوب ترین

    ایوب ترین په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشتو سیمو ترڅنګ د هغې صوبې پر سیاسي، امنیتي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG