د لاسرسي ځای

تازه خبر

طالبان باید د جمهوریت پر اساس خپلځان بدل کړي: جواد ظریف


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي چې طالبان باید د ډموکراسۍ پر اساس خپلځان بدل کړي.

محمد جواد ظریف د اپرېل پر ۱۶مه د ریزینا ډیالوګ په نوم په انلاین غونډه کې چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د هند د بهرنیو چارو وزیر 'اېس جې' شنکر هم پکې حاضر وو همدا راز وویل، که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، نو دا امکان نه لري.

"که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، که یې ایډیالوژي او چلند بدلېږي که نه؟ خو هغو کلونو ته ورتګ بیا امکان نه لري. نن موږ په یوه نوي افغانستان کې ژوند کوو."
جواد ظریف

ظریف زیاته کړه: "که طالبان غواړي چې نوییمو کلونو ته ستانه شي، که یې ایډیالوژي او چلند بدلېږي که نه؟ خو هغو کلونو ته ورتګ بیا امکان نه لري. نن موږ په یوه نوي افغانستان کې ژوند کوو."

محب غونډې ته وویل، طالبان باید داسې و نه انګېري چې پر افغانانو به ځان تحمیل کړای شي او د هند د بهرنیو چارو وزیر 'جې شنکر' وویل چې د افغانستان د سولې په هڅو کې باید د سیمې هېوادونو ته هم ونډه ورکړل شي.

ظریف هم څرګنده کړه چې ایران د افغانستان د سولې په اړه د بحث لپاره د غونډې کوربه توب ته چمتو دی.

ریزینا ډیالوګ د هند د بهرنیو چارو وزارت په نوښت له کلونو راهیسې د سیمې او نړۍ پر مهمو سیاسي مسایلو د دولتي چارواکو، سیاستوالو او شننونکو په ګډون بحثونه جوړوي.

د ملي امنیت شورا د بیان له مخې نننۍ غونډه د افغانستان د سولې پر خبرو، په دې پروسه کې د سیمې او ګاونډيو هېوادونو د رول او له خپل هېواده د افغان ځواکونو د مستقلانه دفاع په اړه د بحث لپاره جوړه شوې ده.

د بهرنیو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ خبره نه ده: افغان حکومت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

د فېسبوک تبصرې

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG