د لاسرسي ځای

تازه خبر

له روسیې سره باثباته اړیکې غواړو: بایډن


د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

امریکايي ولسمشر جو بایډن ویلي هېواد یې له روسیې سره باثباته او روښانه اړیکي غواړي او پر هغه هېواد د پراخو بندیزونو له لارې د ترینګلتیا زیاتول او د دوامداره شخړې سلسله پیلول نه غواړي.

نوموړي تېر مازیګر د بندیزونو تر اعلان وروسته په سپینه ماڼۍ کې د خبرو پر وخت خبرداری ورکړ چې که روسیه یې "په جمهوریت کې مداخلې ته دوام ورکوي نو په غبرګون کې نورو اقداماتو ته چمتو دی."

بایډن وویل، له ولسمشر ولادمیر پوتین سره یې د خبرو پر مهال ورته خبرداری ورکړی وو چې امریکا به په انتخاباتو کې د مداخلې او پر سولروېنډز کمپنۍ د انټرنېټي برید ((کوټلی او مناسب)) غبرګون ښيي.

ده وویل، امریکا لا سخت عکس العمل ښوولای شو خو د ترینګلتیا زیاتېدو مخنیوي لپاره یې له دې کاره ډډه وکړه.

تر دې مخکې د اپرېل پر ۱۵مه بایډن کرېملېن په انتخاباتو کې د لاسوهنې او پر سولروېنډز شرکت د انټرنېټي بریدونو لپاره ذمه وار وباله او له هېواده یې د ۱۰ روسیو ډېپلوماټانو ایستل او پر لسګونه روسیو وګړو او ادارو بندیزونه، اعلان کړل.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG