د لاسرسي ځای

تازه خبر

که طالبانو د کورنۍ جګړې هڅه وکړه، غوښتنې به يې و نه منل شي: بلېنکن


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په کابل کې خبري کنفرانس کوي. ۲۰۲۱، ۱۵م اپرېل
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په کابل کې خبري کنفرانس کوي. ۲۰۲۱، ۱۵م اپرېل

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه د امریکايي ولسمشر جوبایډن له اعلان سمدستي وروسته د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په یوه ناڅاپي سفر نن پنجشنبه کابل ته ولاړ.

نوموړي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي مصالحې د عالي شورا د رئیس عبدالله عبدالله سره تر لیدنې وروسته د امریکا په سفارت کې په یوه خبري غونډه کې وویل، که طالبان په امریکايي ځواکونو د حملې هڅه وکړي سخت ځواب به ورکړل شي.

دی وايي، د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نه لري او ټینګار یې وکړ چې طالبان باید سیاسي حل لاره رد نه کړي.

دی وايي: "دا ډېره مهمه ده چې طالبان باید په دې وپوهېږي چې که سیاسي حل لاره ردوي او هڅه کوي چې هېواد په زور ونیسي، نو دا غیر مشروع لاره ده او تل پاتې به نه وي."

له غني او عبدالله سره د بلینکن لیده کاته
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:16 0:00

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د پرېکړې پر بنسټ ټاکل شوې چې د روان میلادي کال د مې د میاشتې له لومړۍ نېټې له افغانستانه د امریکايي پوځيانو وتل پیل او د سېپټمبر په ۱۱مه بشپړ شي.

خو هغه څه چې لا يې هم یو شمېر خلک په اړه اندېښنه لري د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې د کورنۍ جګړې د پیل کېدو شونتیا ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن وايي، که طالبان د کورنۍ جګړې د پیل هڅه وکړي، د ملګرو ملتونو له تور لېسته د دې ډلې د مشرانو د ایستلو په ګډون به يې یو شمېر نورې غوښتنې هم ونه منل شي.

بلېنکن زیاته کړه: "طالبان وايي، ځینې شیان غواړي، له افغانستانه د نړیوالې ټولنې ملاتړ، په نړیواله کچه په رسمیت پېژندل او دا چې د دې ډلې مشران ازادانه وکړای شي سفرونه وکړي، خو که دوی کورنۍ جګړې تحریک کړي نو هېڅ غوښتنه به يې ونه منل شي."

طالبانو د ښاغلي بلېنکن د وروستیو څرګندونو په اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې، خو دې ډلې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو اعلان ته به غبرګون کې امریکايي لوری د ژمنو په ماتولو تورن کړی دی.

د دې ډلې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې له افغانستانه له قېد او شرط پرته د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړه د دې هېواد په اړه د امریکايي چارواکو سم درک دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې د هوکړې پر بنسټ ټاکل شوې وه چې امریکايي ځواکونه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه وځي، خو څو میاشتنی ځنډ د دې ګواهي ورکوي چې یاد هېواد خپلې ژمنې هیروي.

طالبانو په نړیواله ټولنه غږ کړی چې د دوحې د تړون نه عملي کولو پړه د امریکا پر غاړه ده او د پایلو په اړه يې هم باید یاد هېواد ګرم وبلل شي.

که څه هم طالبانو ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو تر بشپړې وتنې پورې د افغانستان په اړه په هېڅ کنفرانس کې ګډون نه کوي، خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن له طالبانو، افغان سیاسیونو ښکېلو اړخونو غواړي چې د ترکیې په ناسته کې چې ټاکل شوې د روانې اپریل میاشتې په ۲۴ مه پيل شي برخه واخلي.

د بهرنیو ځواکونو وتل د اندېښنې وړ خبره نه ده: افغان حکومت
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:20 0:00

په همدې حال کې د افغانستان له جمهوري ریاسته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له ښاغلي بلېنکن سره په لیدنه کې د ترهګرۍ پرضد د ټولو هېوادونو پر ګډه مبارزې ټینګار وکړ او ويې ویل، له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پرېکړې ته درناوی کوي او افغانستان به هڅه وکړي چې د لېږد په پروسه کې لازمه همکاري ترسره کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په دې لیدنه کې ویلي چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سټراتېژیکو مناسباتو د کمزورۍ په معنی نه وي او امریکا له افغان دولت او خلکو سره خپلو تعهداتو ته ژمنه ده.

ښاغلي بلېنکن دا هم ویلي چې امریکا د افغانستان او د دغه هېواد له امنیتي او دفاعي ځواکونو سره خپل ډیپلوماتیک او بشردوستانه ملاتړ ته ادامه ورکوي او د افغانستان سولې بهیر د اسانتیا په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG