د لاسرسي ځای

تازه خبر

په تورخم کې ۷۰۰ کیلو ګرامه باروت نیول شوي


د تورخم دروازه. ارشیف- انځور
د تورخم دروازه. ارشیف- انځور

د ننګرهار چارواکي وایي چې په تورخم ښارګوټي کې امنیتي ځواکونو د پلټنې پر مهال په یوه ټرالي ګاډي کې نېږدې ۷۰۰ کیلو ګرامه باروت نیولي دي.

د ولایت د رسنیو دفتر د اپرېل پر ۱۴مه رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي چې په یوه ټرالي ګاډی کې چې دال نخود یې له پاکستانه جلال اباد ته لېږدول، په ۲۶ بوجیو کې اېښودل شوي ول، چې د پلټنې پر مهال د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او په تړاو یې ټرالۍ چلوونکی او د هغه کیلنډر نیولي دي.

خبرپاڼه کاږي چې له چاودونکو توکو سره نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG