د لاسرسي ځای

تازه خبر

جلال‌اباد کې د پاکستانۍ ویزې اخېستو پر مهال ټېل ماټېل ۱۵ کسان وژلي


جلال اباد کې د پاکستانۍ ویزې اخېستونکو ګڼه ګوڼه
جلال اباد کې د پاکستانۍ ویزې اخېستونکو ګڼه ګوڼه

په ننګرهار کې د پاکستانۍ ویزې ټوکن اخېستو پر مهال ټېل ماټېل د ۱۱ ښځو په ګډون ۱۵ کسان وژلي او ۱۳ کسان ژوبل دي.

د ننګرهار روغتیا څانګې ویاند ظاهر عادل مشال راډیو وویل چې د اکتوبر ۲۱مې په پېښه کې د وژلیو ښځو مړي د جلال اباد سرکاري روغتون ته وروړل شوي دي.

د ننګرهار د ولایتي شورا غړي سهراب قادري ویلي چې په پېښه کې ټول ۱۵ کسان وژل شوي.

تر دې مخکې د ننګرهار چارواکو یوازې د ۱۱ ښځو د مړینې خبر ورکړی وو.

د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي مشال راډیو ته وویل په ژوبلو کې ۸ ښځې دي.

افغانان د پاکستان وېزې غوښتنلیک دایرولو لپاره په انتظار ولاړ دي.
افغانان د پاکستان وېزې غوښتنلیک دایرولو لپاره په انتظار ولاړ دي.

د ننګرهار چارواکي وايي، زرګونه کسان د جلال اباد ښار په فوټبال لوبغاړي کې د پاکستانۍ ویزې د ټوکن اخېستو لپاره ولاړ ول.

په دې اړه د ننګرهار ولایت سکتوري رييس او د پاکستان د وېزې د تر لاسه کولو د اسانچارې کمېټې مشر فضل الربي همیم مشال راډيو ته وویل: "څومره خلک چې دلته راغلي ول، موږ له ټولو پاسپورټونه اخيستل، هېڅوک نه پاتې کېدل، خو ټولو ازدهام راوړ، جالۍ يې ماتې کړې، په دې کې يوه زړه بوږنوونکې پېښه هم وشوه چې په کې ۱۱ تنه خویندې شهيدانې شولې او ۱۳ زخمیان هم په دې پېښه کې لرو."

د پېښې يو تن عیني شاهد جواد وايي، انتظامیه په دې وتوانېده چې د يوه سېسټم له لارې يې خلکو ته د پاکستان د وېزې د تر لاسه کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې وې:

"دغه مشکلات نن موږ په خپلو سترګو ولیدل، چې زموږ یو زیات شمېر هېوادوال پکې په شهادت ورسېدل. غټ مشکل دا وو چې زموږ امنیتي چارواکو داسې يو اصول نه ول ټاکلي چې د زنانه وو لپاره يې محفوظ ځای بېل کړی وای. له دولته مو جدي غوښتنه دا ده چې د دوی لپاره پوره نظم برابر کړي."

د شېرزادو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی شفیق الله شکایت کوي د ټوکن په تر لاسه کولو کې ترې کمېشنکار په زرګونه افغانۍ رشوت غوښت.

"د افغانستان خارجه وزارت باید د پاکستان له سفير سره خبرې وکړي چې موږ ته وېزې زیاتې کړي، موږ ته سهولت زیات کړي، بله خبره دا ده چې د امنیت ملي ارګان باید کمېشنکاران ونیسي. زه پرې شاهدي وايم، کسان درته ښيم، ماته يې ویل چې ۸،۰۰۰ روپۍ ماته راکړه، وېزه درته اخلم. چې کمېشنکاران بند نه شي، دا مشکل به وي، او دا بیرو بار همدې مشرانو جوړ کړی چې پیسې پرې واخلي."

خو د پاکستان د وېزې د ترلاسه کولو په برخه کې د اسانچارې کمېټې مشر فضل الربي هميم نه مني چې ګواکې د وېزې اخیستو سم نظام نشته او یا څوک رشوت غواړي.

دی وايي، له ټولو راغليو کسانو څخه يې پاسپورټونه ترلاسه کړي، چې د يوه شفاف ميکانیزم له مخې به د هر چا د پاسپورټ سريال نمبر په نوملړ کې لیکي او ورسره سم به یې پر ټاکلې نېټه د پاسپورټ خاوند ته سپاري.

د یادولو ده چې د سږني کال د مارچ میاشتې په نیمايي کې چې د کورونا وایرس وبا خپرېدو له امله پاکستان له افغانستان سره ټولې لارې تړلې وې، ورسره د زرګونو هغو کسانو وېزې هم ختمې شوې چې کورونه يې په پاکستان دي او یا یې هم هلته د نورو چارو په تړاو تګ راتګ کولو.

بل د افغانستان ډېر وګړي د درملنې لپاره پاکستان ته ځي او د ویزو د ترلاسه کولو لپاره سلګونه سخت ناروغان هم په ګنټو ګنټو انتظار باسي.

افغانستان: یوه خپلوانه د جلال اباد په ټېل ماټېل کې د وژل شوي تن مړی تابوت ته جوخته ناسته ده ۲۰۲۰، ۲۱ اکتوبر
افغانستان: یوه خپلوانه د جلال اباد په ټېل ماټېل کې د وژل شوي تن مړی تابوت ته جوخته ناسته ده ۲۰۲۰، ۲۱ اکتوبر

بل پلو د ننګرهار والي ضیاالحق امرخېل په شوې پېښه خواشیني څرګنده کړې او له خلکو یې غوښتي څو د نظم په مراعتولو سره له ګڼې ګوڼې مخنیوی او ډډه وکړي.

له تېرې یوې اوونۍ راهیسې چې په جلال اباد کې د پاکستانۍ ویزو ورکولو چارې پیل شوي، ولایتي ادارې او مدني فعالانو په ګډه د پاکستان له کونسلګرۍ بهر په فوټبال لوبغالي کې د وېزې د تر لاسه کولو لپاره خلکو ته د ټوکنو ورکولو بهیر پیل کړی وو.

د ټوکنو له دې بهیر سره د وېزې په تر لاسه کولو کې اسانتیاوې پیدا شوې شوې وې خو دا چې لا هم زرګونه کسان د فوټبیال لوبغالۍ ته د وېزې د ټوکن لپاره ورټول شوي ول، د خلکو د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله یاده مرګ ژوبله شوې ده.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG