د لاسرسي ځای

تازه خبر

برتانيه له۳۰ کلونو څخه کم عمر کسانو ته د اسټرازېنيکا واکسین نه لګولو سپارښتنه کړې


يوه ډاکټره مریض ته د اسټرازېنيکا واکسين لګولو تیاری کوي
يوه ډاکټره مریض ته د اسټرازېنيکا واکسين لګولو تیاری کوي

برتانوي چارواکو سپارښتنه کړې چې د کووېډ-۱۹ واکسین اسټرازېنیکا د ۳۰ کلونو کم عمر لرونکو ته نه ورکول کېږي ځکه چې د ځينو شواهدو له مخې واکسين لګولو سره په بدن کې وينه غوټه کېږي.

دغه وړاندیز د اپرېل پر اوومه په داسې حال کې شوي چې د اروپايي اتحادیې د درملو تنظیموونکو ویلي دي چې د اسټرازېنيکا واکسين له وجې د وینې غوټه کېدل باید د خطر په فهرست کې واچول شي. خو دوی دا هم وويل چې د واکسین ګټې د ممکنه تاوان په نسبت زياتې دي.

ګڼو هېوادونو تېره مياشت ځوانانو ته د اسټرازېنيکا واکسین ورکول د لنډ وخت لپاره ځنډولي وو. بريتانيا ويلي دي چې دوی به د ۳۰ کالو څخه کم عمر خلکو ته د اسټرازينيکا متبادل واکسين لګوي.

دا په داسې حال کې ده چې د وينې غوټه کېدلو له وجې ۱۹ کسان مړه شوي دي. د اروپايي درملو ادارې مشر ایمر کوک یادونه وکړه چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ له واکسين سره تړلي لږ تاوان په مقابله کې پخپله د دې ناروغۍ څخه د مړه کېدو خطر زيات دی.

د دې ادارې په خبره چې د واکسین لګولو دوه اونیو کې دننه داسې کېسونه مخې ته راغلي چې زياتره د ۶۰ کالو څخه کم عمر ميرمنو کې وې.

د اسټرازينيکا واکسين په اړه نوي معلومات په داسې حال کې ورکړل شوي چې زياتره حکومتونه ولس ته د واکسین رسولو هلې ځلې کوي ځکه چې په ډېرو هېوادونو کې د کورونا وايرس نوی ډول کيسونه مخې ته راغلي دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG