د لاسرسي ځای

تازه خبر

امریکا کې نږدې ۱۰۰ میلیونه خلکو ته د کووېډ-۱۹ واکسین لګول شوي


دا شمېر د امریکا د ابادۍ ۳۰ فیصده برخه جوړېږي.
دا شمېر د امریکا د ابادۍ ۳۰ فیصده برخه جوړېږي.

امریکا د هېواد ۱۰۰ میلیونه وګړو ته د کووېډ-۱۹ ناروغۍ واکسینو لګولو هدف ته نېږدې شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې روغتیايي چارواکي د کورونا وایرس د نویو بڼو له وجې د پېښو زیاتېدو او د کاروبارونو بیا پرانیستو په اړه خبرداریو ته دوام ورکوي.

د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکزونو له پرونیو ارقامو سره سم، تر اوسه ۹۹،۶ میلیونه خلکو ته د کووېډ-۱۹ واکسینو لږ تر لږه لومړۍ پیچکاري یا ستن لګول شوې.

په نیویارک کې د کووېډ ۱۹ واکسین لګولو یو مرکز.
په نیویارک کې د کووېډ ۱۹ واکسین لګولو یو مرکز.

دا شمېر د امریکا د ابادۍ ۳۰ فیصده برخه جوړېږي.

ارقام ښيي چې شاوخوا ۵۶ میلیونه امریکایانو ته د واکسینو دواړه ستنې لګېدلې دي.

کله چې ولسمشر جو بایډن د جنورۍ پر ۲۰مه دنده پیل کړه نو ځان ته یې د خپل واک په لومړیو ۱۰۰ ورځو کې د ۱۰۰ میلیونه خلکو واکسینولو هدف ایښی وو.

د نوموړي د حکومت نوی هدف اوس ۲۰۰ میلیونه واکسیني ستنې لګول دي.

د ماډرنا او د فایزر بایواېنټېک کمپنیو واکسینونه د دوو پیچکاریو په لګولو بشپړېږي. له یوه بل خبر سره سم، فایزر او د جرمني بایواېنټېک شرکتونو د خپل کووېډ-۱۹ واکسینو د اوږدمهاله اغېزناکۍ په اړه تازه پایلې خپرې کړې دي.

دې کمپنیو ویلي دي چې واکسین، د دواړو ستنو تر لګېدو شپږ میاشتې وروسته، د ناروغۍ علاماتو په مخنیوي کې ۹۱ فیصده موثره دي.

دوی زیاتوي چې دا واکسین له سختۍ ناروغۍ څخه د خلکو په ساتنه کې لا زیات اغېزناک دي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG