د لاسرسي ځای

تازه خبر

فایزر بایوانټېک واکسین د کووېډ -۱۹ پر وړاندې ۹۹ فیصده موثر دی: اسراییل


ولس ته د کويډ ۱۹ د واکسینو ورکولو عمل کې اسرايل د نړي له مخکښو هيوادونو يو دی. 
ولس ته د کويډ ۱۹ د واکسینو ورکولو عمل کې اسرايل د نړي له مخکښو هيوادونو يو دی. 

د اسرايیلو د صحت وزارت وايي چې د کورونا وايرس د سختې ناروغۍ او له مرګه د ژغورنې په لړ کې د فايزر بايوانټېک کمپنۍ واکسین ۹۹ في صده موثره دي.

د دې واکسینو تر کارولو وروسته په لومړي ځل د لویي کچې داسې مالومات دي چې خپريږي.

ولس ته د کووېډ- ۱۹ د واکسینو ورکولو عمل کې اسرایيل د نړي له مخکښو هيوادونو يو دی.

اسرايیلو تر دا مهاله د خپلې نهه میلیونه ابادۍ نژدې نيمايي برخې ته د فايزر بايو اېنټېک واکسینو لومړی خوراک ورکړی دی .

خو نژدې ۲.۹ مليونو خلکو ته د دې واکسینو پوره یعني دوه خوراکه ورکړل شوي دي.

د صحت وزارت وايي چې دا واکسین له دوه خوراکه اخیستونکو څخه ۹۸.۹ فيصده د مرګ او ۹۹.۲ فيصده له سخت ناروغه کېدو ژغوري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG