د افغانستان دفاع وزارت ادعا کوي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې په څو ولایتونو کې ۶۸ طالبان وژلي او نېژدې همدومره نور یې ژوبل کړي دي.
دغه وزارت نن (د اپرېل پر اوومه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي دا کسان په بدخشان، کندز، فراه، فاریاب، او کندهار کې د امنیتي ځواکونو په ځوابي بریدونو او نښتو کې وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې څه باندې ۲۰۰ ماینونه هم شنډ کړي دي.
طالبانو تازه په دې اړه څه نه دي ویلي. خو څو ورځې وړاندې یې ويلي ول چې د دفاع وزارت دغه عملیات د قطر د سولې له هوکړې سره په ټکر کې دي او خبرداری یې ورکړ که عمليات ونه درول شول، پر ځوابي اقدام به یې غور وکړي.
دوی دا وضاحت نه دی کړی چې عمليات څنګه او د کومې ځانګړې هوکړې سره په ټکر کې دي ځکه چې تر اوسه افغان حکومت او طالبانو په مذاکراتو کې د لوظنامې کولو کوم پرمختګ نه دی اعلان کړی.