د اروپايي ټولنې د کونسل مشر چارلس مایکل غږ کړی چې ټول بهرني ځواکونه او تنخادار عسکر دې له لېبیا څخه ووځي.
نوموړي د اپرېل پر څلورمه په طرابلس کې خبري غونډې ته وویل، دا د قرارۍ لپاره شرط دی چې ټول بهرني وسله وال او ځواکونه له لېبیا ووځي.
چارلس مایکل په لېبیا کې د انتقالي حکومت رامنځ ته کېدل تاریخي بللی او د هیواد پر ټولو سیاسي ډلو یې غږ کړی چې له دې موقعې ګټه واخلي چې ارام او سوکاله هیواد جوړ کړي.
دا له هغه وروسته ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا هم تېره میاشت د لېبیا په جګړه کې له ښکېلو ټولو غاړو وغوښتل چې انتقالي حکومت ته دې د واک سوله ییز سپارنه باوري کړي.
یادې شورا ویلي چې په لېبیا کې عسکرو لرونکي هیوادونه دې بې له ځنډه خپل عسکر له دې هیواده وباسي.