د لاسرسي ځای

تازه خبر

خيبرپښتونخوا: د قاضي او کورنۍ د غړو د قتل په تړاو نيونې، لطيف اپريدي په وژنو کې لاس لرل رد کړل


 د ترهګرۍ ضد عدالت جج، د هغه مېرمن، نږور او لمسی د صوابۍ انبار انټرچېنج سره ووژل شول.
د ترهګرۍ ضد عدالت جج، د هغه مېرمن، نږور او لمسی د صوابۍ انبار انټرچېنج سره ووژل شول.

د سوات ترهګرۍ ضد عدالت جج او د هغه د کورنۍ د درې غړو د وژنې مقدمه د پاکستان سپريم کورټ بار اېسوسي اېشن مشر لطيف اپريدي، د هغه د زوی او ځينې خپلوانو پر ضد درج شوې ده.

پوليس وايي، د جج افتاب اپريدی له خپلې مېرمنې زېنب بي بي، نږور کرن او لمسي محمد سنان سره له پېښوره سوات ته روان وو چې د موټروې د صوابۍ انبار انټرچېنج سره ورباندې وسله والو کسانو ډزې وکړې.

د پوليسو په خبره، په حمله کې افتاب اپريدی، د هغه مېرمن، نږور او لمسی وژل شوي او د هغه ډرايور او ساتونکی زخميان دي چې د درملنې لپاره د پېښور لېډي رېډنګ هسپتال ته وړل شوي دي.

د جسټس افتاب، د هغه د مېرمنې، نږور او لور د وژنې اېف ای ار په صوابۍ کې درج شوی
د جسټس افتاب، د هغه د مېرمنې، نږور او لور د وژنې اېف ای ار په صوابۍ کې درج شوی

د صوابۍ د پولیسو مشر محمد شعېب خان د اپرېل پر پینځمه مشال راډیو ته وویل، د برید په تړاو یې پينځه مشکوک کسان نیولي دي.

د ده په خبره، په نیولیو کې "څلور نامعلومه دي، مشکوک دي" او د وژلي "قاضي د کورنۍ غړي به یې ګوري چې پېژندګلوي" یې وکړي او دا روښانه کړي چې ایا هغوی په پېښه کې ککړ ول او که نه.

خان زیاته کړه چې دا کسان د پولیسو په رپورټ کې د نومول شویو خپلوان دي.

نوموړي له دې پرته نور معلومات ورنکړل.

د افتاب اپريدي زوی عبدالماجد اپريدي د صوابۍ چوټا لاهور پولیس سټېشن کې د وژنې اېف ای ار درج کړی چې پکې د پوليسو په وينا هغه د پاکستان د سپریم کورټ د وکيلانو اتحاديې مشر لطيف اپريدی، د هغه زوی دانش اپريدی، جمال اپريدی، عابد، محمد شفيق او جميل په دې وژنو کې په لاس درلودلو تورن کړي دي.

هغه په مقدمه کې د وژنې علت پخواني شخصي دښمني بللې ده. په اېف ای ار تور پورې شوی چې وژنې د لطيف اپريدي په اشاره شوې دي.

لطيف اپريدي د اپريل پر پنځمه ماسپښن مهال د ټيليفون له لارې له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال دا تور رد کړ.

د جسټس افتاب او د کورنۍ په وژنو کې هيڅ لاس نلرم: لطيف اپريدی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:45 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

هغه وويل چې د پېښې خبر هغه مهال ورته ترلاسه شو چې کله هغه او زوی يې په خپل دفتر کې ناست ول.

نوموړي وويل چې هغه او زوی يې په کواټ روډ په خپل کلي کې د ونو، بوټو تر کښېنولو وروسته خپل د وکالت دفتر ته ولاړل او هلته ناست ول چې لږ وخت وروسته يې زوی ورته وويل چې داسې پېښه شوې ده.

اپرېدي وویل، "سوګند" کوي چې له دې وژنو هېڅ نه دی خبر.

"زه په ايمان وايم چې زه او زما زوی له دې خبر نه یو او نه هم په دې خبر يو چې [وژنې] چا کړې دي. ايا دا د جج صيب بل مخالف کړې دي، ایا دا قتلونه يوه نيم کاله وړاندې د زموږ د وژل شوي د تره زوی وروڼو او زامنو کړي دي؟ نه يې په سلا کې شامل یو او نه هم خبر يو چې چا کړي دي."

لطيف اپريدي زیاته کړه چې په "ریښتيا هم د ښځو او ماشومانو په وژنه زیات خفه" دی ځکه د ده په وينا، په "پښتنو کې د ماشومانو او ښځو وژنه نشته."

نوموړي د ګرفتارۍ ورکولو د پوښتنې په ځواب کې وويل چې کوشش به کوي چې له عدالته تر نيول کېدو له مخه ضمانت ترلاسه کړي.

"په ما او په جرمني کې مېشت زما د تره زوی جميل باندې دا تور دی چې دا [وژنې] د دوی په ایما شوي دي نو د قانون له پلوه د اشارې ثابتولو لپاره ډېر کوټلي ثبوتونه په کار وي."

بل خوا د اپرېل پر پنځمه د پاکستان سپريم کورټ بار اېسوسې اېشن هم يو بيان خپور کړی چې پکې د لطيف اپريدي دريځ ورکړل شوی دی.

په بیان کې د لطيف اپريدي له خولې هم هغه څرګندونې ورکړل شوې چې نوموړي له مشال راډيو سره په مرکه کې کړې دي.

په بيان کې د جسټس افتاب او د هغه د کورنۍ د غړو وژنه غندل شوې ده.

د وکيلانو اتحاديې په دې بیان کې غوښتنه شوې ده چې د لطيف اپريدي او د هغه د زوی نومونه دې له اېف ای ارڅخه ليرې کړل شي.

د پاکستان د وکیلانو سازمانونو پر قاضي او د کورنۍ پر غړو یې د برید غندنه کړې او د اپرېل پر پینځمه یې د ویر اعلان کړی.

هلته په سوات کې د وکیلانو ټولنې د ګل (دوشنبې) پر ورځ د پېښې پر ضد کاربندیز اعلان کړی.

د سوات وکيلانو اتحاديې جنرل سېکرېټري عنایت الله خان د اپرېل پر پنځمه مشال راډیو ته وويل چې دوی به نن د دې پېښې په وير کې عدالتونو ته نه حاضرېږي.

تر پېښې سمدستي وروسته د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم پر ټويټر پاڼه د جسټس افتاب او د هغه د کورنۍ د غړو وژنه وغندله.

نوموړي ليکلي چې په پېښه کې لاس لرونکي به نيول کېږي او له قانون سره سم به سخته سزا ورکول کېږي.

XS
SM
MD
LG