د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مبشر وزیر او شاه زېب کورنۍ وايي‌ حکومت ورسره کړې ژمنې نه پوره کوي 


د خیبر پښتونخوا د پېښور د شاه زېب او د بنو د مبشر وزير خپلوان وايي د حکومت له خوا د کړیو ژمنو نه پوره کېدو پرضد به ډېر زر احتجاج پېل کړي.
د خیبر پښتونخوا د پېښور د شاه زېب او د بنو د مبشر وزير خپلوان وايي د حکومت له خوا د کړیو ژمنو نه پوره کېدو پرضد به ډېر زر احتجاج پېل کړي.

د خیبر پښتونخوا د پېښور د شاه زېب او د بنو د مبشر وزير خپلوان وايي د حکومت له خوا د کړیو ژمنو نه پوره کېدو پرضد به ډېر زر احتجاج پېل کړي.

دوی وايي حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې د يادو دواړو ځوانانو په وژنه تورن پوليس چارواکو ته به سزا ورکړل کيږي خو تر دې دمه نه ده ورکړل شوې.

د پېښور ورسک روډ څوارلس کلن شازېب چې د مارچ پر ۱۴مه پوليسو نيولی وو او وروسته په تاڼه کې مړ شو.

پولیس وایي شاه زېب په خپله ځان زندۍ کړی خو کورنۍ يې دغه تورونه رد کړل او وې ويل چې په نوموړی د پوليسو لخوا تشدد شوی وو.

د شازېب پلار خيال اکبر د اپرېل پر درېیمه مشال راډيو ته وويل، حکومت وېلي وو چې د شهيدانو له پېکج څخه به دوی ته ۲۵ لکه روپۍ ورکوي او د زوی وژونکو ته به يې سزا ورکړل کيږي خو تر دې دمه هېڅ نه دي شوي.

نوموړی وايي د زوی په وژنه يې تورن دوه نيول شوي پوليس چارواکي هم په ضمانت خوشي شوي دي.

ده وویل، "حکومت يوازی زموږ د پام اړولو او غصې سړولو لپاره وايي چې ستاسو په غوښتنو عمل روان دی خو تر دې دمه هېڅ نه دي شوي. زه به خپل احتجاج تر اخري حده کوم."

د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د پېښور ضلعې یو استازی او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړی محمود جان وايي د شازېب د کورنۍ له غوښتنې سره سم د نوموړي د وژنې پلټنې لپاره حکومت عدالتي کمېشن جوړ شو.

نوموړي د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې د کمېشن په رپورټ کې دا خبره راغله چې شازېب د پوليسو په حراست کې خودکشي کړې وه.

محمود جان وايي کوم پوليس چې په دې پېښه کې په غفلت کولو تورن دي نو هغه يوازې په ضمانت خوشي شوي خو پرضد يې لا هم په عدالت کې مقدمه روانه ده.

ده زیاته کړه چې په دې مقدمه کې به حکومت د عدالت پرېکړه عملي کوي.

محمود جان په دې اړه له څه وېلو ډډه وکړه چې د شازېب له کورنۍ سره د شهيدانو له پېکجه مالي مرستې ولې نه دې شوي.

د ۲۰۲۱م کال د مارچ پر اوومه د پېښور پوليسو په مبينه ډزو کې د وژل شوي اتلس کلن زده کونکي مبشر وزير ورور ارشد خان هم وايي چې حکومت ورسره کړې وعدې نه دي پوره کړې.

نوموړي د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې احتجاج يې د حکومت پرې دې ژمنه ختم کړی وو چې د ورور قاتلانو ته به يې سزا ورکړل کيږي او دوی ته به يوه نوکري او له شهدا پېکجه ۲۵ لکه روپۍ ورکړل کيږي.

نوموړی وايې حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې دغه هرڅه به په درو ورځو کې دننه کيږي خو د ده په وینا، نژدې يوه ميشت پوره شوه او حکومت هېڅ نه دي کړي.

ده وویل چې د اپرېل پر پنځمه یې د خپلې قبيلې د مشرانو جرګه رابللې ده چې پکې د راتلونکې کړنلاره او احتجاج نېټه وټاکي.

ده وویل، "حکومت نن او سبا کوي او تر دې دمه يې موږ خبر هم نه کړو چې څه يې وکړل. يوازې ولس ته دهوکه ورکوي خو موږ هم په قلاره نه کښېنو او د پېښور های کورټ مخې ته به احتجاج پېلوو."

د خېبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې د بنو یو استازی او د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف غړي پښتون يار خان د اپرېل پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې دی د مبشر وزير د ورور له خبرو سره اتفاق کوي خو د ده په خبره د غوښتنو پوره کول به یې وخت اخلي.

ده وویل، "لومړی به د پېښې د پلټنو لپاره عدالتي کمېشن جوړيږي او بيا چې د کمېشن په رپورټ کې کومې خبرې راشي نو د هغه پر بنياد به عدالت بيا يريکړه کوي او حکومت به بیا دا پريکړه عملي کوي."

ده وویل چې که د مبشر وزير له کورنۍ سره د حکومت لخوا په شوي تړون کې د يوې نوکرۍ او ۲۵ لکه روپو ورکولو خبره شامله وي نو ضرور به ورکړل کيږي.

د خیبر پښتونخوا اعلا وزير محمود خان د مبشر د وژنې په کېس کې د رڼو پلټنو امر کړی وو.

د خېبر پښتونخوا د پوليسو مشر ويلي و چې د مبشر وزير او شازېب مړه کېدو په پېښه کې تورن پوليس نيول شوي دي او پرضد يې پلټنې روانې دي.

XS
SM
MD
LG