د لاسرسي ځای

تازه خبر

زوی مې په غټو سترګو وپېژندلو: د جانیخېلو د یوې مور فریاد


د بنو جانیخېلو کې د څلورو ځلمیانو د وژنې خلاف نن پر اوومه ورځ هم پرلت دوام لري

ما ورته سل روپۍ ورکړې خو دا مې هم ورته وویل، چې مه ځه، ده راته وویل بس زر راځو. خو ۲۰ ورځې وروسته مې له خپله کوره د تللي روغ رمټ زوی مخ په تابوت کې ولیدلو. دومره ظلم یې ورسره کړی چې د ویلو نه دی، په ډبرو یې وهلی او په وچ خوړ کې یې ښخ کړي وو.

دا خبرې د بنو په جانيخېلو کې د وژل شوي عاطف الله د مور دي چې له خپلو درېوو نورو ملګرو سره یوځای یې د مارچ پر ۲۱مه مړي وموندل شول.

دا وایي خپل زوی یې د ده په غټو سترګو او غټ مخ وپېژندلو. عاطف الله زوی مې داسې ډبلنکی وو، غټ مخ یې وو زر مې وپېژند.

د عاطف الله پلار زرنواز خان چې له سعودي عربه څلور کاله پس خپل کلي ته تللی، له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، زوی یې ۱۳ کلن وو. زما د زوی او د هغه د درېوو ملګرو درک مې د کلي سپیانو موندلی وو. موږ ته یې حال راکړ، راشئ وګوری چې دا خو به ستاسو بچیان نه وي. کله چې ورغلو نو ومې ولید، تر ډبرو او خاورو یې لاندې کړي ول. له پېژندګلو وتلي ول.

زرنواز خان وايي، یوبل ۲۰ کلن زوی یې چې امین الله نومېږي، پینځه میاشتې وړاندې پوځ د ده له کوره بیولی وو او اوس په جېل کې دی.

د جانيخېلو د اینديخېل کلي څلور ملګري نږدې څلور اونۍ وړاندې په ښکار پسې وتلي ول، او دوو پکې خپل سپي هم له ځانه سره بیولي ول، په دغو کې عاطف الله او نظام الله ګاونډیان هم وو.

د عاطف الله مور وایي د نظام الله مور ورته په دغه ماځیګر وویل چې د وړو سپي راغلل خو دوی رانغلل نوړاغلي، او د دې په خبره له هغې وروسته یې په زړه کې اندېښنې زیاتې شوې. نو موږ لومړی په کلي او خپلوانو کې تپوسونه وکړل خو هېچا هم څه مالومات رانکړل.

 حکومت او امنیتي ادارې د ځلمیانو په موندلو کې ناکامه شول، خو د کلي یوه سپي یې درک ولګولو. او زه هلته وم چې خلکو و سپي ته هارونه واچول.
طاهر خان

د جانیخېلو په دغو څلورو ملګرو کې یو ۱۲ کلن عبدالرحیم هم وو. د ده مشر ورور محمد رحیم وایي چې کله یې د کشر ورو د لادرکۍ ۱۰ ورځې پوره شوې نو دی له کراچۍ نه خپل کلي ته راغلی، او د ورو لټون یې پیل کړ. دی زیاتوي کشر ورور عبدالرحیم مې مور ته ویلي وو چې له ملګرو سره په ښکار پسې ځي، زموږ کلي کې هلکان داسې کوي چې د سپرلي په چټیانو کې ښکار له ځي، ځکه دلته بل څه نه شته.

محمد رحیم په کراچۍ کې مزدوري کوي او وایي ورور به یې له کوترو سره شوق وو، کله چې به د بنو مېلې ته تلو نو کوترې به یې اخیستې. د لټون اخري انجام یې دا راخوت چې د دوی د لادرکۍ ۲۰ ورځې وروسته یو سپي را پېدا کړل.دغلته نږدې بره د پوځیانو مورچې هم دي، پر داسې حالت کې وو که نه چې زما ورته زړه خراب شو، نه مې شو کتلی، ما خپل ورور په هغو بوټانو وپېژند چې ما ورله له کراچۍ نه رالېږلي وو، ډېر نیازبین وو او پر کوترو میین وو.

د جانيخېلو د یو بل وژل شوي هلک نظام الله یو خپل او ګاوندي ظاهر خان مشال راډیو ته وویل چې د نظام الله مور ۱۸ ورځې د خپل زوي لټون وکړ خو چا هم ورته مالومات ورنکړل. دی وايي، د نظام الله مور لکه د لېونو په کلي کې دا ۱۸ ورځې وګرځېده، بل زوی یې هم ناجوړه دی، دا ورته ډېر ګران وو.

ظاهر خان زیاتوي، چې حکومت او امنیتي ادارې یې د ځلمیانو په موندلو کې ناکامه شو خو د کلي یوه سپي یې درک ولګولو. او زه هلته وم چې خلکو و سپي ته هارونه واچول.

د بنو په جانيخېلو کې په ښکار پسې وتليو څلورو ځلميانو د وژنې پرضد د ځايي ولس احتجاجي پرلت نن په اوومه ورځ هم روان دی. د سیمې ولس او د دغو وژل شویو هلکانو کورنۍ لا هم د خپلو مړیو له ښخولو انکار کوي.

د دغه احتجاجي ناستې مشر ډاکټر ګل عالم د مارچ پر ۲۶ مشال راډیو ته وویل د احتجاجي ناستې یوه مهمه غوښتنه د سیمې امن یقیني کول دي: ''دوی له جانیخېلو یو نو ګو اېریا (د نه ورتلو سیمه) ګرځولې، نو ځکه مو دا مړي د احتجاج په توګه ایښي دي چې نړۍ ته دا وښیو چې موږ څومره غم ځپلي او له ناامنۍ نه متاثره یو، موږ څه وخت هم اسلام اباد ته تللی شو.''

بلخوا د خيبر پښتونخوا وزيراعلا د مارچ پر ۲۵مه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې صوبايي حکومت په لوړه کچه د بنو په جانيخېلو کې د څلورو هلکانو د وژنې پلټنې کوي او له پرلتوالو سره يې مذاکرات روان دي.

XS
SM
MD
LG