په ازبکستان کې د ولسمشرۍ تر ټاکنو شپږمياشتې مخکې، عدلیې وزارت ويلي هر څوک چې پر انټرنيټ د ولسشمر بې عزتي وکړي هغوی ته به سزا ورکول کېږي.
وزارت د مارچ په ۳۱مه وويل چې د خلکو د بدنامۍ مخينيوي څخه سرغړوونکو ته پينځه کاله قېد سزا کېدلی شي.
د مارچ پر ۳۱ ولسمشر شوکت مرزايوف د تاييد لپاره پر دې قانوني مسوده لاسليک وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې نن د رښتيا او پرمختګ په نوم د اپوزیشن نوې ډلې پر غړو نامعلومو کسانو حمله کړې. دې ډلې د دغه نوي قانون په خلاف له خلکو لاسليکونه راټولول.